د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

امریکا تر ۲۴ساعتونو کم وخت لري، څو ځان له مالي سقوطه وژغوري


د نوي کال د وروستۍ ورځې د را رسیدو سره سم، د امریکا کانګرس تر څلرویشت ساعتونو کم وخت لري تر څو متحد ایالات د دوي په وینا د مالي سقوط څخه وژغوري.

مالي سقوط یا (Fiscal Clif ) د ٦٠٠ ملياردو ډالرو په ارزښت هغه پلان دی، چې پر اساس یې په اتوماتیک ډول ماليه یا ټکس لوړیږي او لګښتونه راکمېږي، چې ښايي د امريکا اقتصاد له بحران سره مخامخ کړي.

د امریکا د سنا او د استازو د جرګې مشرانو پرون څو ساعتونه د خپلو اختلافاتو د حل لپاره پر خبرو تېر کړل او ټاکل شوې نن ناوخته بيا سره جرګه شي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو د اقلیت مشر میچ مک کونیل پرون په واشنګټن کې وویل:

(زه دلته د بیړې د حالت دنشتوالي څخه اندیښنه لرم ځکه فکر کوم ، چې وخت زموږ د لاسه وزي.

په سیاسي لوبو کې بوختیدل زیاتی دی. موږ باید د مالیې د زیاتیدو څخه د امریکایي کورنیو او تجارتونو ساتنه وکړو. )

ټاکل شوې د پخواني ولسمشر جورج بوش د دورې د ټکس یا مالیې قانون د نن ورځې په وروستیو کې ختم شي، چې په اوسط ډول د امريکايانو پر عوايدو د کاله ٢٠٠٠ډالره ماليه ور زياتوي.

که چیرې په تدریجي ډول د بودیجې د کسر د کمولو لپاره د نن ورځې تر پایه کومه موافقه ونه شي، د مالیې د زیاتیدو او مصارفو د کمولو پلان به په اتوماتیک ډول نافذ شي.
XS
SM
MD
LG