د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

په بلوچستان کې ١٩ شعيه زيارت کوونکي او څلور پوليس وژل شوي


نن سهار د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د شعيه زيارت کوونکيو پر يوه بس بمي بريد شوى؛ چې ١٩ تنه په کې وژل شوي او شاوخوا شل تنه په کې ټپيان شوي دي. د چاودنې اکثره قربانيان شعيه مسلمانان دي؛ چې ډېر يې د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.

د يکشنبې په سهار د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته د څلوېښت کيلوميټرۍ په فاصله د "مستونګ" په سيمه کې پر هغه مسافر بس باندې بمي بريد وشو؛ چې پنځه څلوېښت کسان په کې سپاره وو او له کوټې ښار د بلوچستان تفتان سيمې ته روان وو.

د مستونګ سيمې لېويز پوليس وايي، په بس کې سپاره کسان ايران ته تلونکي شعيه زيارت کوونکي وو؛ چې د مستونګ سيمې په درينګړ نومي ځاى کې يې پر بس باندې چاودنه وشوه او د سترګو په رپ کې يې پر بس باندې د اور لمبې را وګرځېدې. په چاودنه کې پينځه څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چاودنې قربانيان په سمدستي توګه د کوټې دولتي روغتون، پوځي روغتون او بي ايم سي روغتون ته راوړل شول چې څلور مېرمنې هم په کې شاملې دي چې د اکثرو حالت د اندېښنې وړ ښوول شوى دى. د مستونګ سيمې يو حکومتي چارواکى طفيل بلوڅ د چاودنې په اړه وايي:

"دا زيارت کوونکي وو چې له کوټې تفتان ته روان وو، د ريموټ کنټرول بم چاودنه وه، موږ د چاودنې له ځايه لرې په مستونګ کې ناست وو، هلته مو يې درز واورېد ډېره زوروره چاودنه وه، له شلو تر څلوېښتو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر به وروسته مالوم سي، په ټپيانو کې څلور ښځې او نور نارينه دي، حالت يې ډېر خراب دى د اوس لپاره يې په اړه څه نه سو ويلاى، دا درته ويلاى سو چې د نولس تنو مړي مو را ايستلي دي."

د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبرحسين دراني رسنيو ته ويلي چې شعيه زيارت کوونکي په درېوو بسونو کې سپاره له کوټې تفتان ته روان وو، چې د سړک له غاړې په يوه ولاړ موټر کې ځاى پر ځاى شوى بم ورباندې وچاودېد او يو بس په کې په بشپړه توګه ويجاړ شو.

دراني ويلي چې له دغو بسونو سره د لېويز پوليسو دوه ګزمه کوونکي موټر هم مخته او شاته ملګري وو، خو دا يوه ناڅاپي پېښه وه او لېويز پوليسو يې د ناکامه کولو لپاره استخباراتي مالومات نه درلودل. په چاودنه کې اکثره وژل شوي او ټپيان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، خو د پښتونخوا ايالت او کوټې ښار شعيه مسلمانان هم په کې شامل وو.

د پېښې عيني شاهدين وايي کېداى شي دا د موټر په وسيله تر سره شوى ځانوژونکى بريد وي، ځکه چې وايي د چاودنه په ځاى کې د يوه کوچني موټر يواځې انجن پاته ده، نور په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى. يو عيني شاهد د چاودنې په اړه وايي:

"دغه بس تر موږ مخته روان وو، موږ د پنجاب له جنګ سيمې را روان وو، د شا له خوا يو سپين موټر راغى او وچ بريک يې وواهه، دغه بس ډېر تېز وو، پاس ورباندې و خوت او چاودنه وشوه، پينځه څلوېښت کسان په کې سپاره وو چې لس تنه ژوندي دي، نور ټول وسوځېدل، ما پخپلو سترګو وليدل."

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم په مستونګ سيمه کې پر شعيه زيارت کوونکيو د بريد په کلکه غندنه کړې ده. په پاکستان کې د شعيه مسلمانانو يوې شورا د دې پېښې په غم کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

بل لور ته د شنبې په ماښام د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په سټېلايټ ټاون نومي ځاى کې نامالومو موټرسايکل سپرو وسلوالو د ګزمه کوونکيو پوليسو پر يوه موټر ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل. د کوټې د پوليسو مشر مير زبير رسنيو ته ويلي چې د ډزو په نتيجه کې درې پوليس ځاى پر ځاى وژل شوي او يو پوليس موټرچلوونکى چې سخت ټپي شوى وو، د کوټې په نظامي روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

د دغو دواړو پېښو پړه تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى. په روان کال کې په مستونګ سيمه کې پر شعيه زيارت کوونکيو دا درېيم بريد دى، چې په لسګونو کسان په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG