د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۰

د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه


Afghanistan - Men push a wheelbarrow carrying burqa clad woman as they cross from Afghanistan into Pakistan at Torkham gate border crossing in Nangarhar province, 21Jul2011
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله، چې له تیرو دوو ورځو راهیسې بنده وه د شنبې په ورځ مازیګر بیرته پرانستل شوه.

د تورخم لار وروسته له هغې پرانستل شوه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو چینلو له لارې له پاکستاني لوري سره په رامنځ ته شویو ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله چې د جمعې د ورځي له سهاره بنده وه د شنبې په ورځ ماځیګر مهال د افغان او پاکستاني وګړو پر مخ خلاصه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان او پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې، چې کابل ته نژدې د پاکستاني وګړو او په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د وهلو پر موضوع به څېړني وکړي.

"دواړو هېوادنو موافقه کړې، چې په لنډي کوتل کې له یوشمېر افغانانو سره ناوړه چلند شوی او د دوی پاسپورټونه تخریب شوي دي او کابل ته څېرمه کواکې له پاکستاني اتباعو سره ناوړ چلند شوی، په دې پېښو به څېړنې ترسره کوي او لازم اقدامات به ترسره کوي."

تر دې مخکې په ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو ادارې او په پوله کې بندو خلکو ازادۍ راډیو ته ویلي وه، چې د لاري د تړل کېدو او یخي هوا له امله 9 تنه کوچنیان او یوه ښځه مړه شوي دي.

بل لور د ملي شورا ځینې غړي پر افغان حکومت انتقاد کوي، چې افغانانو ته د پاکستان په پولو کې د ستونزو پیښېدو پر مهال تر ډیره وخته پټه خوله وي.

د ولسي جرګې یوې غړي شکریې بارکزۍ په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفارت انتقاد وکړ، چې ددغه ډول ستونزو د حل لپاره کار نه کوي، خو دا له مرکزي چارواکو غواړي، چې دغه ستونزي ژر حل کړي.

د راپورونو له مخي د تورخم پوله په تیرو شا او خوا لسو ورځو کې دا دوهم وار دی، چې د خلکو پر مخ بندیږي.

د افغانستان په خیتځ کې د سرحدي پولیسو د ادارې مسئولین وايي، پاکستان دغه دروازه د افغان پولیسو له خوا د هغو پاکستاني وګړو د وهلو په غبرګون کې تړلې وه، چې تیره اونۍ کابل ته روان وه.

تر هغه وروسته د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په سیمه کې یو شمېر افغانان ناپیژاندو کسانو وهلي، ټکولي او پاسپورټونه یې ځني اخیستي دي.

خو له ګاونډیو هیوادونو سره پر پولو له افغانانو سره دغه ډول چلند او د پولو تړل کېدل څه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې پخوا هم دغه ډول پیښي تکرار شوي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG