د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

په کراچۍ کې چاودنې ٦ تنه وژلي او ٤٥ ټپيان کړي دي


نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مسافرو په يوه بس کې چاودنه شوې چې شپږ تنه يې وژلي او د مېرمنو او ماشومانو په شول پينځه څلوېښت يې ټپيان کړي دي. پوليس دا د ګازو د سلنډر چاودنه بولي، خو د لښکر بلوچستان په نامه يوه وسله وال سازمان د دې چاودنې مسووليت منلى دى.

د شنبې د ورځې په ماسپښين د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د کېنټ سټېشن په نامه د اورګاډو يوه تمځاى ته نيژدې په يوه مسافر بس کې چاودنه وشوه؛ چې په نتيجه کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پوليس وايي، دغه بس د بسونه په تمځاى کې ولاړ و، چې له کراچۍ ښاره د پنجاب ايالت سرګودې ښار ته د حرکت په حال کې و؛ چې يوه زوروره چاودنه په کې وشوه او بس يې ويجاړ کړ.

پوليس وايي، دا د بم چاودنه نه ده، د ګازو سلنډر چاودلى او تر هغه وروسته پر بس باندې د اور لمبې را ګرځېدلي او په بس کې ناست مسافر او شاوخوا خلک د اور په لمبو سوځېدلي دي. چاودنې بس په بشپړه توګه تباه کړى او ورڅېرمه دوکانونو او ولاړو موټرو ته يې هم تاوان رسولى دى. د کراچۍ د پوليسو يوه مشر شاهد حيات د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل:

"په بس کې د چاودنې پر وخت د بس د يوه کارکوونکي په شمول څلور پينځه کسان ناست وو؛ په بس کې هيڅ ډول چاودېدونکي توکي نه وو او نه مو يې د چاودنې نښې موندلې دي، د بس په شاتنۍ برخه کې چې کمپرېسر يا د هوا ورکولو ماشين دى، هلته د ګازو يوه ډبه هم وي ممکن هغه چاودلې وي. تر چاودنې وروسته پر بس اور لګېدلى او له هغه څخه ټول بس سوځېدلى دى."

په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان د کراچۍ لوى جناح روغتون ته وړل شوي دي. د سيند ايالت د روغتيا وزير ډاکټر صغيراحمد وايي د ټپيانو بدنونه سوځېدلي دي، خو داسې نه مالومېږي چې دا د ګازو د سلنډر چاودنه وي:

"تر اوسه پورې جناح روغتون ته د څلورو تنو مړي او څلوېښت ټپيان راوړل شوي دي. ټپيان اکثره په اور سوځېدلي دي، سوځېدلي ټپيان ډېر حساس وي، تر اوسه پورې يې د حالت په اړه څه نه شي ويل کېداى، خو درملنه يې روانه ده. ډاکټران او نور طبي کارکوونکي مو د ټپيانو په درملنه بوخت دي."

د وروستيو رپوټونو له مخې په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا پينځه څلوېښت کسان ټپيان شوي دي او شپږ تنه پکې مړه شوي دي. وژل شوي او ټپيان اکثره د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.

د لښکر بلوچستان په نامه يوه وسلوال سازمان د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى. د لونګ خان بلوڅ په نامه يوه تن چې ځان د دې سازمان وياند بولي، رسنيو ته ويلي چې پر دې بس باندې د دوى کسانو د ريموټ کنټرول بم په وسيله بريد کړى دى. نوموړي ويلي چې دغه بريد يې د بلوچستان په اواران سيمه کې د پوځي عملياتو په عکس العمل کې کړى دى.

په کراچۍ ښار کې له تېرو څو کلونو راهيسې امنيتي حالات خراب دي او هره ورځ په دې ښار کې د نامالومو وسلوالو له خوا خلک په ډزو وژل کېږي، خو د سيند په حکومت کې شامل ګوندونه په دې ښار کې د امنيت پر ټينګښت نه دي بريالي شوي. د پاکستان د بشري حقونو د کمېسون د شمېر له مخې د همدې ٢٠١٢م کال تر سپتمبر مياشتې پورې په کراچۍ ښار کې په بېلابېلو پېښو کې ١٧٢٥ کسان وژل شوي او د کراچۍ پوليس وايي په روان کال کې شاوخوا دوه زره تنه په دې ښار کې وژل شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG