د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۳۰

"ایران د افغان کډوالو د ستونزو په هواري کې مرسته نه کوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان کډوالو سره د ایران چلند له ټولو نړیوالو اصولو په خلاف وباله او دا انتقاد یې وکړ، چې تهران له دوی سره د کډوالو د ستونزو په هوارۍ کې همکاري نه کوي.

ډاکټر زلمی رسول، چې د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته وربلل شوی و؛ سناتورانو ته وویل، چې په لومړي سرکې ایراني چارواکو د ۱۳ افغانانو له وژلو انکار وکړ او اوس یې مړي نه سپاري.

د زلمي رسول په وینا که څه هم د ایران په قانون کې د مړو سپارل نشته؛ خو دوی د دیارلسو وژل شویو افغانانو د مړو د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

"موږ دغه خبره جدي تعقیبووو، چې جسدونه وسپارل شي، ځیني ایراني چارواکي وايي، چې دا د ایران قانون نه دی، چې جسدونه وویستل شي، خو موږ په دې باندې کار کاوو، دغه ډېره بده پېښه وه، یوه داسې واقعه وه، چې زموږ د ټولو لپاره درده ونکې ده، دا چې د بهرنیو چارو وزارت امکانات او ډپلوماسي ایجابوي، نه یواځې غندو یې، بلکې په دې باندې کار کوو، چې جسدونه یې افغانستان ته را وړو."

د روان کال د سنبلې په درېیمه نېټه، یوشمېر افغانانو چې غوښتل یې ایران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي؛ د افغانستان او ایران په ګډه پوله د ایراني ځواکونو له خوا ووژل شول؛ چې مړي لا هم نه دي سپارل شوي.

څه موده مخکې د دغو دیارلسو افغانانو وارثینو په هرات کې د ایران په قونسلګري په وړاندې احتجاجي مظاهره وکړه او د قونسلګرۍ ودانۍ یې په ډبرو وویشتله.

سناتورانو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د افغان حکومت هڅې قانع کوونکې و نه بللی او سپارښتنه یې وکړه، چې دا مساله دې د دواړو هیوادونو د مشرانو په کچه پورته کړای شي.

سناتورې نجیبه حسیني وویل، چې زموږ غوښتنې باید دافغان ولسمشر له خوا د ایران ولسمشر ته وړاندې شي:

"موږ په لوړه کچه غوښتنه کوو چې دغه موضوع دې په کابینه کې مطرح شي او د کابینې له لارې کېداشي، چې ولسشمر د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړي؛ په دې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړو."

ایران د سیمې یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې په زیات شمیر کې افغان کډوال په کې میشت دي، خو تل داسې رپورټونه ورکول کیږي، چې افغان کډوال په پراخه او لوړه کچه ځورول کیږي.

په دغه هیواد کې د افغانانو اعدامول، چې د رپورټونو له مخې د مدافع وکیل پرته محکومیږي؛ بله مساله ده، چې افغانان یې په کور دننه زیات اندیښمن کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG