د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

په افغانستان کې د ایران او پاکستان سیالي مخ په زیاتیدو ده


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې له نورو مسایلو سربیره د افغانستان په اړه د ایران او پاکستان په پالیسو او د سولې په مسئلې بیلابیل مطالب خپاره کړي دي.

خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو کې لیکلي چې په افغانستان کې د ایران او پاکستان سیالي مخ په زیاتیدو ده.

ورځپاڼې لیکلي ایران په افغانستان د ځینو کړیو له خوا د خپل سریو وسلوالو ډلو د رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي.

د لیکوال په باور ایران په دې توګه غواړي چې د سولې په پروسې کې ایران پلوه ډلو ته ډیره ونډه ورکړل شي.

د مطلب په یوې بلې برخې کې راغلي، پاکستان د طالبانو پر ځای د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت ملاتړ پیل کړی، ځکه چې طالبان اوس په یوه داسې ځواک بدل شوي چې خپله پاکستان ترې ویره لري.

سرنوشت ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي، افغان دولت د سولې په اړه د عشق اباد د غونډې مخالف دی.

ورځپاڼې لیکلي دا غونډه د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر له خوا وربلل شوې چې په هغې کې به د طالبانو د قطر د دفتر دوه استازي او د حزب اسلامي استازی هم ګډون وکړي.

سرنوشت لیکلي افغان چارواکو ددې غونډې په اړه ویلي چې له هیواده بهر د دارنګه غونډو ملاتړ نه کوي.

د ورځپاڼې سرمقاله هم په همدې مسالې کښل شوې ده.

د سرمقالې په یوې برخه کې راغلي، که څه هم دا غونډې ساده یادیږي، خو په حقیقت کې د راتلونکي احتمالي جوړجاړي بنسټ همدارنګه غونډې جوړوي.

سرنوشت لیکلي د عشق اباد په شان غونډو کې د افغان دولت پر ځای بیلابیلې ډلې او اشخاص وربلل کیږي په دې توګه افغان دولت بې ارزښته ښودل کیږي.

ورځپاڼې د افغان دولت د مخالفت اساسي علت همدا ښودلی دی.

محور ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي ایراني پولیس له افغانستان سره د پولې نښې ورانوي.

په مطلب کې په هلمند کې د سرحدي پولیسو د یوه قومندان سید محمد محمودي خبره راخیستل شوې چې وايي، ایران په دې توګه هڅه کوي د افغانستان په خاورې کې رامخې ته شي.

محور په یوه بل مطلب کې د ولور مسئله د هیواد د یوې لویې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې په توګه څیړلې.

په مطلب کې راغلي، د ښځو چارو وزارت د یو سروې له مخې په هیواد کې یو ملیون زلمیان د واده په ارمان زړیږي.

محور لیکلي یوازې په دې وروستیو کې د غزني په دریو ولسوالیو کې د ولور پر سر درویشت کسان وژل شوي او له سلو زیاتې کورنۍ په بدۍ اوښتي دي.

ورځپاڼې همداراز لیکلي چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د یوه کلي قومي مشران راپورته شوي او د واده ولور یې دریو لکو افغانیو ته راټیټ کړی، په داسې حال کې چې پخوا تر دې شاوخوا پنځلس لکه و.
XS
SM
MD
LG