د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۰

"په افغانستان کې دې هم د پاریس د غونډې په څیر غونډې جوړې شي "


د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، د پاریس غونډه، د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو خواوو لپاره له دې پلوه چې د یو بل له دریځونو خبر شول یو ښه فرصت وو، خو دوي پر دې غونډه د افغانستان د راتلونکې سولې په برخه کې ډير حساب نه کوي.

نوموړې د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د سولې د عالي شورا اصولي دریځ دا دی چې دا ډول غونډې باید دننه په افغانستان کې جوړې شي.

د نوموړې په وینا د پاریس په کنفرانس کې داسې مسلې وڅیړل شوې چې په اړه یې پریکړه د افغانانو کار دی:

“که چیرې دا غونډه یوازې په دې مقصد جوړه شوی وای چې هدف یې د حکومت د مخالفو وسلوالو د مشرانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ د یوې غونډې د جوړولو اسانتیا برابرول و، نو موږ به یې ډیرهرکلی کړی وی، خو دا ښايي د دې غونډې د اجنډا یو جز و چې خبرې پرې وشوې. خو په اجنډا کې ځینې داسې شیان چې په نظام پورې مربوطې مسلې او نورې داسې مسلې چې په اړه یې پریکړه یوازې زموږ خلکو پورې اړه لري هم شاملې وي او هلته پرې بحث شوی دی.

نو په همدې خاطر موږ د دې غونډې ددې برخې هرکلی نه کوو او غوښتنه مو دا ده چې پر دا ډول مسلو دننه په هیواد کې خبرې وشي.“


د سولې د عالي شورا، طالبانو، اسلامي حزب او د حکومت د سیاسي اپوزیسون یو شمیر استازو د پنجشنبې او جمعې په ورځ په پاریس کې یوه غونډه کې د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل، خپل دریځونه بیان کړل .

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو د مسول ښاغلي قاسمیار په وینا قاضي حبیب الله فوزي، عبدالحکیم مجاهد، معصوم ستانکزي او حاجې دین محمد د سولې د شورا په استازیتوب په دې غونډه کې برخه لرله .

راپورونه وايي چې د پاریس په غونډه کې د طالبانو او اسلامي حزب استازو په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو او په اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه کړې.

په دې کنفرانس کې شهاب الدین دلاور او محمد نعیم د طالبانو په استازیتوب ګډون کړی وو او غیرت بهیر د اسلامي حزب نمایندګي کوله.
XS
SM
MD
LG