د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

"د افغانستان پولیس په پراخ اداري فساد کې ښکیل دي"


د افغانستان پولیس، چې ټاکل شوې د ایتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د خپل هېواد د امنیت ټینګولو مسولیت واخلي، په پراخ اداري فساد کې ښکیل دي.

د افغانستان د دولت یو لړ داخلي اسنادو څرګنده کړې، چې د پولیسو په لیکو کې د معافیت د فرهنګ، خیش خوري او د مخدرو موادو د استفادې په شمول ګڼې ستونزې شته، دا خبرې د انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې کړې دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزارت پټ اسناد، چې د یکشنبې په ورځ انډپنډنت ورځپاڼې ته رسیدلي دي، د اداري فساد د موجودیت په صورت کې د افغانستان د برخلیک او د طالبانو په وړاندې د دفاع په اړه د بریتانوي چارواکو د جدي اندیښنو یادونه کوي.

په یونیفورم کې پولیس (AUP) په افغانستان کې د قانون د عملي کولو عمده ځواک بلل کیږي، چې د فعالیت د څرنګوالي په اړه یې په اکټوبر کې یو پټ رپوټ برابر شوی وو.

دا رپوټ وړاندیز کوي، چې که په افغانستان کې د پولیسو په فعالیت کې ریښتینی بدلون را نه شي، د راتلونکو څو لسیزو لپاره به خلکو ته غیر موثر او نیمګړي کار کوي.

ډیلي ټلګراف ورځپاڼې د بریتاني د شاهي ځواکونو د یوه عسکر په اړه، چې پښې یې غبرګې په افغانستان کې په جګړه کې پرې شوې دي، لیکنه خپره کړې ده.

دې بریتانوي عسکر ویلي: زما دواړه پښې په افغانستان کې په یوه چاودنه کې پرې شوې خو بیا هم ځان بختور ګڼم، چې ژوندی یم.

ډيلي ټلګراف وايي: دا عسکر، ایان بیشوپ د هغې چاودنې په اړه، چې دواړه پښې یې قطع شوې، په ارامۍ خبرې کوي او نه احساساتي کیږي.

د بریتانيې د شاهي ځواکونو دا عسکر ۲۳ کلن دی.

دی په افغانستان کې د ګزمې په وخت په ماین الوتی او د معیوبیت له ستونزو سره په سړه سینه چلند کوي، ایان بیشوپ ورځپاڼې ته ویلي: زه په افغانستان کې ډیر بې پروا او مغرور وم، حتی ګومان مي کاوه هیڅ شی به نه کیږي او یوازې پدې خبره ځوریدم، چې هغوي څرنګه وتوانیدل، چې ما ووهي.
XS
SM
MD
LG