د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۴۰

مصطفی ظاهر په هېواد کې د ژوند چاپیریال د لاخرابېدو په اړه خبرداری ورکړ


د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې رییس خبرداری ورکوي؛ چې که چاپيریال ساتنه د حکومت په لومړیتوبونو کې رانه شي، نو په هیواد کې به د ژوند چاپیریال لا پسې خراب شي.

مصطفی ظاهر وايي د چاپیریال ساتنې لپاره اړوندې ادارې یا خو کار نه کوي او یا یې هم په سمه توګه نه کوي.

هغه د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل چې حکومت باید د چاپیریال ساتنې مسالې ته لومړی توب ورکړي که نو وضعیت به لا پسې خراب شي:

"هغه وزارتونه چې باید کار وکړي، یا خو کار نه کوي او که کوي یې، سم یې نه کوي، نیم و نیم کله کار کوي، چې د افغانستان د خلکو د منلو وړ نه دی.

زما غوښتنه دا ده، چې د چاپیریال ساتنې موضوع دې افغانستان لومړیتوب پیدا کړي، د کابینې په لومړیتوب کې دې راشي او ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته دې لومړیتوب پیدا کړي، ځکه چې د نړۍ په خاصه توګه د افغانستان د ژوند د چاپیریال وضعیت فوق العاده د اندیښنې وړ دی. نو که چاپیریال ساتنه لومړیتوب پیدا نه کړي، وضع نوره هم خرابیږي، ښه کیږي نه."

پخوا تر دې هم د افغانستان د ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه اندیښنې څرګندې شوې وې، چې د خلکو په ژوند یې اغیز کړی او خلک په خاصه توګه ماشومان یې د بیلابیلو ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي دي.

افغان حکومت د کابل ښار د هوا د ککړتیا د راکمولو لپاره په دې ښار کې د جمعې ترڅنګ پنجشنبه هم رخصتي اعلان کړې ده.

خو ښاغلي ظاهر وویل، د پنجشنبې د ورځې رخصتي د کابل ښار د هوا الودګي ایله یو فیصده راکمه کړې ده.

نوموړي همداراز شکایت وکړ چې د ژوند چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته حکومت پوره بودجه هم نه ورکوي.

یو شمیر سناتورانو پر یادې ادارې انتقادونه وکړل چې د تیرو څو کلونو فعالیت سره سره یې په هیواد کې د ژوند چاپیریال ساتنې ته سمه توګه نه ده شوې.

دوو سناتورانو ګل احمد اعظمي او بشیرصمیم وویل:

"۱- په دقیقه توګه ویلای شم، چې د هوا د ککړتیا له امله له پیدا کیدونکو ناروغیو تلفات د جنګ د تلفات په کچه دي. ستاسو ادارې د دارنګه پيښو د مخنیوي لپاره څه تدابیر لري.

۲- ککړه هوا او د ځمکې لاندې د ککړو اوبو څښل په ښارونو په خاصه توګه کابل کې ددې سبب شوي چې د پنځو کلونو کم عمره ماشومان او زاړه خلک په بیلابیلو ناروغتیو اخته شي او د سینې ناروغۍ بیخې زیاتې شوي دي."


که څه هم د افغانستان حکومت په تیرو څو کلونو کې د چاپیریال ساتنې لپاره بیلابیل پروګرامونه عملي کړل، خو د هوا ککړتیا مخ په زیاتیدو ده.

په موټرو کې د بې کیفیته تیلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د سمسورتیا نشتوالي، د نفوس ډیروالی او ځینې نور عوامل په ښارونو په خاصه توګه کابل کې د هوا د ککړیدو سبب شوی دی.

خو د دې ستونزې د هواري لپاره د حکومت پر اقداماتو په داسې حال کې انتقادونه کیږي، چې د چاپیریال ساتنې ځینې پوهان وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو ممکن څو کاله وروسته د کابل ښار ددې نه وي چې ژوند په کې وشي.
XS
SM
MD
LG