د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

ولې ولسمشر کرزى د خپل حکومت نیمګړتیاوې پر نورو تپي؟


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغان ولسمشر پرڅرګندونو چی په خپل هیواد کې د اداري فساد ملامتي یې پربهرانیانو واچوله، یومطلب خپورکړی دی.

د مطلب لیکوال وایي، افغان ولسمشر حامد کرزی د دې لپاره چې په افغانستان کې دننه په خلکو کې محبوبیت پیدا کړي، په خپل حکومت کې نیمګړتیاوې پر نورو تپي، په تیرو وختونو کې یې د ولایتي بیارغونې ډلې تورنې کړې وې؛ چې د حکومت واک یې ترپوښتنې لاندې راوستی او خصوصي کمپنیو ته په خپل سرد قراردادونو په ورکولو سره یې په حقیقت کې په دې هیواد کې جنایت لمسولی دی.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، په څو راتلونکو کلونو کې به چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان لپاره ډېر حیاتي اهمیت لري؛ د اپوښتنه تل مطرح کیږي، چې د فساد ریښې چیرې دي. د افغانستان په حکومت کې سرله اوسه بحثونه کیږي؛ چې څوک د فساد مسوول دی.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر کرزي تل ویلي، چې بهرني هیوادونه د دې لپاره چې د افغانستان په حکومت کې خپل نفوذ وساتي؛ قرادادونه یې لوړپوړو افغان چارواکو یا د هغوی د کورنۍ غړیو ته ورکړي دي.

ولسمشر کرزي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو له یوه پخواني قومندان "سټنلي مک کرسټل" سره خبرو ته اشاره کړې وه؛ چې له ده یې غوښتي وو، چې د خپل ورور مخه ونیسي، خو د ورځپاڼې په وینا کرزی ورته ویلي وو؛ چې د افغانستان حکومت د ده له ورور سره کوم قرارد نه دی کړی؛ بلکې دا بهرني هیوادونه دي، چې له هغه سره یې قراردادونه کړي دي.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د مشر له قوله لیکي؛ چې ویلې یې دي، ټول سیسټم نیمګړی او ناسم دی.

د ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم، فساد د افغانستان په حکومتي ادارو کې ډیرې ژورې ریښې زغلولي؛ چې د دې هیواد راتلونکې له خطرسره مخامخ کوي.

واشنګټن پوسټ، د افغانستان په دولتي ادارو او پولیسو کې د رشوت اخیستو بیلابیل مثالونه ورکړي دي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د نړۍ د مشرانو لپاره د لارې نقشې په نامه په خپاره کړي مطلب کې له یولړ څرګندونو وروسته ویلي؛ چې له تجربو څخه زده کړه د هیڅ چا په زیان نه ده.

ورځپاڼې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو مشرانو ته په خطاب کې لیکلي؛ چې په افغانستان او عراق کې له تجربو څخه پند واخلي او په خپلو پریکړو او سیاستونو کې یې په پام کې ونیسي.
XS
SM
MD
LG