د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

د پښتونخوا مشر وزیر په ځانمرګي برید کې ووژل شو


د خیبر پښتونخوا د صوبايي کابینې مشر وزیر او د عوامي نیشنل ګوند یوتن د سر سړی بشیر احمد بلور په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د پيښور د امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې په دې حمله کې د نوموړي سکرتر، دکابلۍ تاڼې د پولیسو قوماندان او پنځه تنه نور هم وژل شوي دي او تر شلو ډیر په کې ټپيان دي.

پر نوموړي دا حمله بیګا ماخوستن د قصه خوانۍ په ډکۍ کوڅه کې یوې ګوندي غونډې ته تر وینا وروسته وشوه.
پاکستاني طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان که څه هم دا پيښه د خپل ګوند او په مجموع کې د پاکستان لپاره یوه ستره ضایعه وبلله؛ خو زیاته يې کړه، چې په خپل ټول توان به د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکړي:

" د عوامي نیشنل ګوند هر غړی به د بشیر بلور پشان د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په میړانه د ترهګرو پرضد مبارزه کوي او جنګیږي به.

ترڅو چې ژوندي یو نو د دا ډول ذهنیت لرونکیو خلکو پرضد به جنګیږو. په دې مبارزه کې که څوک راسره مرسته او ملګرتیا کوئ او که نه خو دا زموږ مسوولیت دی، چې خپله خاوره به ترهګرو ته نه پریږدو او تر وروستۍ سلګۍ به يې پر وړاندې دریږو."

نوموړي د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د بشیر احمد بلور هڅې او اقدامات وستایل او هغه يې یو مدبر او ځيرک سیاستوال وباله.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ چې د بشیر بلور مرګ د دوی حوصلې لاپسې لوړې کړې، خو په عین حال کې يې د ټولو سخت دریځو ډلو پرضد د کارنده اقداماتو غوښتنه وکړه :

"هر ځای چې ترهګر وي، د ټولو پرضد دې له کوم امتیاز او توپير پرته یوشان او پریکنده ګامونه پورته کړل شي، تر هغې چې د دوی پر وړاندې منظم اقدامات نه وي شوي نو ترهګري به همداسې جاري وي."

بشیر احمد بلور د پاکستان په مرکزي کابینه کې د ریل ګاډي د وزیر غلام احمد بلور او سناتور الیاس بلور ورور و.

دغه کورنۍ په عوامي نیشنل ګوند کې د څو لسیزو سابقه لري او د پيښور په مرکزي برخو کې د دې ګوند ستنې بلل کیږي.

پر نوموړي له دې وړاندې هم درې وارې ځانمرګې حملې شوې وې؛ خو هر ځل ترې ژوندی وتلی و.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته وویل؛ چې دوی د ملا نصیب خان د مرګ بدل اخیستی.

نصیب خان د دې ډلې یوتن مهم مشر و، چې په شمالي وزیرستان کې د ناڅرګندو کسانو له خوا تر تښتول کیدا وروسته ووژل شو.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي کابینې دغه مهم مشر په داسې حال کې د وسله والو طالبانو له خوا په نخښه کیږي؛ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څه موده وړاندې ادعا وکړه؛ چې د دغې ډلې شبکې يې کمزورې او تر ډيره شنډې کړي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG