د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د ازادۍ راډيو د ترکمنۍ څانګې خبريال نړيواله جايزه وګټله


د ازادي راډیو د ترکمنۍ څانګې خبریال دولتمراد یازقلیف ته یوه معتبره نړیواله جایزه ورکړل شوه .

د هلمن/همت (Hellman/Hammett) جایزه هرکال هغولیکوالو ته ورکول کیږي، چې تر سیاسي څارنې لاندې وي او پر بشري حقونو د زور زیاتي قرباني شوي وي.

دا جایزه دهغو لیکوالو لپاره ده، چې د سخت دریځو او ځپونکو رژیمونو تر سیاسي او ټولنیزو بندیزونو لاندې یې فعالیت کړی دی.

د ازادي راډیو د ترکمنۍ څانګې خبریال دولتمراد یازقلیف د هغو محدود ژورنالیستانو له ډلې څخه دی، چې په ترکمنستان کې یې پر حساسو مسایلو لکه د بیان ازادي او د بشري حقونو څرنګوالي رپوټونه جوړ کړي دي .

دولتمراد یازقلیف لومړی خبریال وو، چې تیرکال یې د ترکمنستان په ابادان ښار کې د پوځي مهماتو په یوه ډیپو کې تر چاودنې وروسته، له قربانیانو سره د عاجلو مرستو د نشتوالي او د تخریب شویو سیمو د بیارغونې په چاروکې د سستوالي په اړه رپوټونه جوړ کړل.

د ازادي راډیو د ترکمني څانګې کارکونکي جمال تیمرګلییفا وايي، چې تر دې پيښې وروسته دولتمراد ونیول شو او بیا په پينځه کال بند محکوم شو .

د ترکمنستان جمهور ریس په ۲۰۱۱ کال کې د نړیوالې ټولنې د فشارونو په نتیجه کې دولتمراد یازقلییف ته عفوه وکړه .

ژورنالیسته تیمر ګلییفا وايي، چې په ترکمنستان کې پر داسې حساسو مسایلو لکه د بشري حقونو د وضعیت څرنګوالی له خطره ډک کار دی.

تیمر ګلییفا وايي:

“دی [دولتمراد یازقلیف] په ترکمنستان کې له ډيروزړورو خبریالانو دې ، چې هلته یې ډیرې مهمې مسلې را پورته کړې دي، لکه د بیان ازادي، د سفر ازادي، په لرې پرتو سیمو کې د خلکو ستونزې او د بشري حقونو څرنګوالی . ده د ترکمنستان بیلا بیلو سیمو ته خورا زیات سفرونه کړي او له هغو خلکو سره ږغیدلی، چې په ازاده توګه خبرې نه شي کولای”

ژورنالیسته تیمرګلییفا وايي، چې خبریال دولتمراد یازقلییف د دې جایزې په اخیستلو ډير خوشحال دی.

دې په عمومي ډول په ترکمنستان کې د خپلواکو ژورنالیستانو، لیکوالو او خبریالانو لپاره د کار د شرایطو د څرنګوالي په اړه وویل:

دا ډير خطرناک کار دی ځکه هیڅ خپلواک ژورنالیست په ترکمنستان کې په رسمیت نه پيژندل کیږي. هغوي تل تر څارنې لاندې وي. د دوي لپاره د داسې مسایلو را پورته کول لکه بشري حقونه او سیاسي فعالیتونه له حساسیته ډک بلل کیږي. دوی د بندیزونو په لست کې وي، له هیواده دوتلو اجازه نه لري او حتی په خپله پدې هیواد کې په اسانۍ له یوه ځايه بل ځاي ته د تګ اجازه نلري”

دولتمراد یازقلییف ویلي، چې دا جایزه د ترکمنستان حکومت ته دا څرګندونه کوي، چې هغه ژورنالیست ، چې د ټولنې د ستونزو په اړه رپوټونه جوړوي، جنایتکار یا مجرم ندی .

سږکال د هلمن/همت (Hellman/Hammett) نړیواله جایزه د نړۍ د نونس هیوادونو۴۱ لیکوالو ته ورکړ شوې. دا هغه کسان دي ، چې د بیان د ازادۍ لپاره یې خدمت کړي ، د ازار او فشار په وړاندې یې د مقاومت څخه کار اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG