د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

"راتلونکې اونۍ به د وزیرانو د استیضاح پرڅرنګوالي بحث وشي"


ټاکل شویده چې د ولسي جرګې غړي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د حکومت د یوولسو وزیرانو د استیضاح پرڅرنګوالي بحثونه وکړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي فرهاد عظیمي د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې د یوولسو وزیرانو د استیضاح په برخه کې د دې جرګې غړي جدي دي او له هغوی څخه به سختې پوښتنې مطرح کړي:

"د سې شنبې په ورځ په د رییسانو په کمیټې او د چهارشنبې په ورځ به په دې هکله د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې بحثونه وشي.

دا استیضاح یوه ډله ایزه استیضاح ده او موارد یې هم معلوم او مشخص یعنې د بودجې مساله ده.

له بودجوي او تخنیکي پلوه باید په دې اړه یو لړ بحثونه وشي چې استیضاح باید په څه ډول ترسره شي".


ولسي جرګې په ۱۳۹۰ لمریزکال کې له پنځوس فیصدو څخه د پراختیایي بودجې د کم لګولو له امله دوه اونۍ مخکې د یوولسو وزیرانو د استیضاح کولو پریکړه وکړه.

د ولسي جرګې په خبره د دفاع، اطلاعاتواو فرهنګ، سوداګرۍ اوصنایعو، له مخدرو موادو سره د مبارزې، کانونو، لوړو زده کړو، اقتصاد، ښاري پراختیا، پوهنې، اوبو او انرژۍ او کورنیو چارو وزارتونه نه دي توانیدلي چې په ۱۳۹۰ لمریزکال کې له پنځوس فیصدو څخه زیاته پراختیایي بودجه ولګوي.

د ولسي جرګې دوهم منشي فرهاد عظیمي وایي، که چیرې د وزیرانو څرګندونې دوی ته د منلو وړ نه وې نو د دې جرګې د ډیرو غړو د پریکړې پراساس به هغوی ته د باور یا عدم اعتماد د رایې ورکولو پروسه په سري ډول ترسره شي.

خو د سیاسي چارو څیړونکي په دې باور دي؛ چې د تیر په شان به دا ځل هم د یوولسو وزیرانو استیضاح لازمه نتیجه ورنکړي.

د سیاسي چارو کتونکي محمد یونس فکور آزادي راډیو ته وویل؛ چې د دې وزیرانو د استیضاح کولو ترشاه د ولسي جرګې یوشمیر غړي معاملې او ګټې لری:

"د دې نتیجه به دا وی چې کابینه به ترډیر فشار لاندې راشي او خپل کارونه به بند کړي.

د محمد اسماعیل په څیر پیاوړي وزیران به له دې استیضاح ووځي او کومو وزیرانو چې د ولسي جرګې غړو ته یې حق او سهم نه دی ورکړی، نو هغوی به میلمستیاوې وکړي او بیرته به بریالي شي."


خو د ولسي جرګې غړي دا ډول تورونه په ټینګه ردوي او وایي چې دوی هره پریکړه د افغانستان د ملي ګټو پراساس کوي نه د شخصي ګټو او معاملو په هدف.

ولسي جرګې تردې وړاندې هم په څو ځلو یوشمیر وزیران په خپلو کارونو کې د پاتې راتلو له امله استیضاح کړي خو په ډیرو مواردو کې وزیران له استیضاحیه غونډو څخه بریالي وتلي دي.
XS
SM
MD
LG