د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

په فرانسه کې د افغان حکومت، طالبانو او اپوزیسیون ترمنځ خبرې لا روانې دي


د افغان حکومت، وسله والو مخالفینو او اپوزیسیون په ګډون پاریس ته نژدې جوړه شوې غونډه چې پرون پیل شوه، د راپورونو له مخې نن هم روانه وه.

په شانتي اي ښارګوټي کې دا غونډه چې د ستراتیژیکو څېړنو په نوم د فرانسې د یوې تحقیقاتي ټولنې په بلنه جوړه شوې؛ سره له دې چې د رسنیو له نظره پټه ساتل شوې ده؛ خو په امریکا کې د خپرېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ګډون د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو پاملرنه یې ځانته اړولې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په پاریس کې د افغان حکومت، وسله والو مخالفینو او اپوزسیون ډلو د غونډې په اړه په تحلیل کې دا غونډه له طالبانو سره په پخلاینه کې د کنګل د ماتېدو یوه نوې منظره بللې او لیکلي یې دي، ۲۰۱۲ کال چې د پخلاینې له هیلو سره پیل شو او له دې وروستي نوښت سره پای ته رسيږي.

ورځپاڼه لیکي، پاریس ته نژدې په شانتي اي Chantilly ښارګوټي کې د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو ډلو ترمنځ خبرې که څه هم په غیررسمي ډول ترسره کيږي؛ خو دا په ډاګه کوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د سولې په خبرو کې څومره لږ پرمختګ شوی.

په دې غونډه کې طالبانو د لومړي ځل لپاره له خپلو زړو دښمنانو، یعنې د پخوانۍ شمالي ټلوالې له مشرانو او همداراز د افغان حکومت او حزب اسلامي له استازو سره وکتل، خو هم طالبانو او هم د شمالي ټلوالې مشرانو غونډې ته له تلو مخکې یوه خبره په ډاګه کړې وه چې له دې نوښت څخه د لویو ژمنو تمه نشي کېدای.

په فرانسه کې مېشت د سیاسي چارو افغان کارپوه اکبروردګ که څه هم دا هڅه د سولې د اقداماتو په ترڅ کې مهمه ګڼي او نتایجو ته یې هیله من دی، خو په دې غونډه کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې د استازو د ګډون په اړه ځکه اندېښنه هم لري چې د دې ټلوالې مشرانو مخکې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ځینې شرطونه ایښي وو:

د فرانسې د ستراتیژیکو څېړنو د بنیاد مشر کامیل ګرند چې تحقیقاتي ټولنه یې د دې ناستې کوربه ده وايي د غونډې ګډونوال د اشخاصو په توګه په دې غونډه کې ګډون کوي او د بحثونو تمرکز به پردې وي چې په 2014 کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته تر 2020 کاله به د افغانستان موسسات او مدني ټولنې څه ډول وي.

فرانسوي چارواکي وايي چې د فرانسې د بهرنیوچارو او د دفاع وزارتونو د چارواکو په ګډون له شپږو تر لسو پورې کارپوهان هم په غونډه کې ګډون کوي.

ویل کېږي په غونډه کې د طالبانو د کوچني پلاوي مشري په پاکستان او وروسته په سعودي عربستان کې د طالبانو د واکمنۍ د وخت سفیر شهاب الدین دلاور کوي.

نیویارک ټایمز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکي چې وايي، مولوي دلاور او د دوی د پلاوي نور غړي به د سولې د درېدلي بهیر په اړه خبرې ونکړي بلکې د دلاور یوازینۍ دنده به داوي چې د طالبانو پر دریځ رڼا واچوي او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو موقف او رسمي پالیسۍ روښانه کړي.

ده زیاته کړه، موږ به خپل دریځ د خپلو استازو په وسیله څرګند کړو په داسې حال کې چې له دې مخکې دا کار د هغو دښمنانو په وسیله کېده چې د طالبانو په اړه یې یو ناسم تصویر وړاندې کاوه خو د نیویارک ټایمز په وینا مجاهد د طالبانو د رسمي دریځ په اړه نور جزییات ورنکړل.

طالبانو له دې مخکې ویلي و، چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې نه غواړي ځکه د دوی په نظر د ولسمشرحامدکرزي حکومت د امریکایانو لاسپوڅی دی.

د طالبانو د واکمنۍ د وخت د بهرنیوچارو وزیر وکیل احمدمتوکل امریکا غږ راډیو ته ویلي چې دا غونډه بې ګټې ځکه نه ده چې هلته ټول خپل نظریات یوبل ته مخامخ وايي او کېدای شي بالاخره خبرو ته چې یوه اړتیا ده لاره اواره کړي.

متوکل وايي، د سولې په خبرو کې یوه ستونزمنه مسئله د امریکا پوځي حضور او بله د راتلونکي نظام څرنګوالی دی خو نوموړی زیاتوي چې که ټول اړخونه پر خپلو ژمنو ودرېږي، د دې ستونزو حل به هم ناممکن کار نه وي.
XS
SM
MD
LG