د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۰

"د فرانسې غونډه د سولې لپاره لوی ګام نه شي بلل کیدای"


په راپور کې مو واورېدل چې افغان چارواکو، د وسله والوطالبانو او حزب اسلامي استازو پرون په هغه غونډه کې چې د یوې فرانسوۍ تحقیقاتي موسسې له خوا پاریس ته نژدې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

د اسوشیېډپرېس د راپور له مخې د فرانسې د بهرنیو چارو او د دفاع وزارتونو د چارواکو په ګډون یوشمېر کارپوهان هم په غونډه کې حاضر وو. د غونډې فرانسوي کوربانه وايي، د دوی هدف دا نه دی چې دا ډلې به همدا اوس په خپلو کې د پخلاینې خبرې پیلوي، بلکې هدف دا و چې د افغانانو ترمینځ د خبرو لپاره یو بنسټ کېښودل شي.

له دې مخکې ویل شوي وو، چې د غونډې په ګډونوالو کې به د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر، د ولسمشر وراره حکمت کرزی، په سعودي عربستان او پاکستان کې د طالبانو د رژیم سفیر شهاب الدین دلاور او ځینې نور کسان ګډون وکړي.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې به د پاکستان استازی هم حاضر وي. په دې اړه احمدتکل په فرانسه کې له مېشت کارپوه اکبر وردګ سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی دی چې ولې په دې غونډه کې مستقیماً د سولې خبرې نه کېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG