د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۸

ایا د ډسمبر۲۱مه د نړۍ پای دی؟


له ډیرو سره دا اندیښنې شته او یا هم غواړي په دې پوهه شي چې په رښتیا د ډسمبر۲۱ چې د جمعې ورځ ده، د نړۍ پای دی.

هغوي چې پر دې فرضیي باور لري، د مایان پر لرغونې جنتري اتکا کوي، چې ویلي یي دي، دغه د موعود ورځ نژدې ده. خو یو شی ښکاره دی، چې مایان د وخت د سنجولو لپاره له مختلفو لارو کار اخیستی، د امریکا په ساندیګو کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې انسان پیژندونکې او د میسو امریکن د جنتري څیړونکې جیفري براسویل په دې اړه د ازادی له راډیو سره په مرکه کې نور جزیات څرګند کړل او ویي ویل:

"درې مهمې جنتری دي، په یوه کې یي یو کال ۲۶۰ ورځې دي بل یي ۳۶۵ ورځې او دریم دواړه په ۵۲ کالو کې یو ځل تکراریږي، چې د جنتري یو لوی محور بلل کېږي. خو دوي د وخت د سنجش لپاره یوه بله طریقه هم لري او هغه د شلو کالو یوه دوره ده.

په دې توګه دوي له خلقت راهیسې ورځې لکه یو موټر چې ورځې او فاصله د کېلو مترسنج په زریعه ثبتوي، شمیري.

لکه په پخوا وختونو کې چې د چرخ پر اوړیدو به وخت سنجول کېده د مایا نژاد جنتري هم له همدغو چرخونو کار اخیست.

اوس موږ په داسې یوې مقطع کې یو، چې ښایي د موټر د کېلو متر شمېره پاکه شي او بیرته سفر شي."


دا چې د مایا نژاد اوسنی نسل دغه ټولې جنتري عملي کوي او دوي د موعود ورځې لپاره تیاری نیسي ښاغلی براسویل یي په اړه وویل:

"د ۲۶۰ ورځو له جنتری تل کاراخیستل شوی او نن هم په ګواتیمالا کې د مایا مذهبی مشران د همدغی جنتری له مخی د کال ورځی حسابوی او د ۳۶۵ ورځو جنتری هم دی قاری ته د اروپایانود راتګ تروخته او له هغه وروسته کارول شوی خو له اوږدی جنتری چې دغی مسلی یانی د ۲۰۱۲ کال لپاره مهمه ده، د مایا سره پوستانو ورڅخه له یولس سوه یا زرکالو راهیسی بیا کارندی اخیستی خو د معلوماتو له مخی دوی له بلی هغی جنتری چې پریوبل ګډیږی، کاراخلي. مایا دغه رازاسمانی پیښی هم ثبت کړی، په تیره بیا له قمری جنتری یی هم کاراخیستی دی چې له اوږدی جنتری سره چې په اساس یی د پیدایښ راهیسی ورځی حساب کړی، سرخوری."

بشر د ځمکې پرمخ هغه یواځینی موجود چې له عقل او خرد څخه برخمن دی، داسی ښکاری چې له پخوا ورسره دا ویره شته چې دغه نړی به یوه ورځ ختمیږي.

د ناساپه تحقیقاتی مرکز کې ستوری پیژندونکې ډیوید موریسن چې په کهکشان کې د ژوند په اړه څیړنه کوی د ا زادی راډیو د دی پوښتنی په ځواب کې چې دغه مایا د نژاد زړه فرضیه چې د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په ۲۱ به یوه داسی ناورین پیښیږی چې ټوله نړی به له منځه وړی، د ساینس له پلوه دغه فرضیه څومره پرځای ده؟ وویل دغه د نړی د ختمیدوورځ بیخی یو خیال دی.

خو په انترنت کې په دی ورځو کې دغه فرضیې ډیرې خپری شوی چې ګواکې د نیبیرو په نوم یوه سیاره چېری لیری د لمرترشا څرخی اوښایی پرځمکه ولګیږی.

په دی سره به د ځمکې سیاره له خپل مسیره واړوی، ښایی فضایی ډبره، اسیروید یا ستوری ته ورته شیان او یا لکۍ لرونکې ستوری پرځمکه ولګیږی او ټول ژوندی موجودات به له منځه یوسی لکه چې ویل کېږی یوخت همداسی وشول او دینوساورحیوانات یی له منځه یوړل.

دا چې څومره د دې شی د پیښیدو احتمال شته، ښاغلی موریسن وویل، د دی امکان صفردی چې دغه ټول به د ډسمبر په ۲۱ پیښ شی.

د نیبیرو په نوم سیاره نشته، دا هغه شیان دی چې په خیالی کتابونو کې راغلی دی.

ستوری پیژونکي پوه دي چې که دغسی ګواښ د ځمکې کری ته متوجه وی، دوی حتما د کلونو څیړنو په نتیجه کې په کهکشان کې دا ډول ځلانده شیان په نښه کول.
XS
SM
MD
LG