د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۶

هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنولو لپاره نوې ستراتیژي جوړه شوې ده


د کډوالو د راستنولو چارو وزیر جماهیر انوري
د افغانستان د راستنولو چارو وزارت وایي، له بهرڅخه یې د افغان کډوالو راستنولو ته د سیمې د هېوادونو او د کډوالو د نړیوال سازمان په مرسته نوې ستراتیژي ترتیب کړې ده.

که څه هم په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او په هېواد کې دننه له یوې سیمې نه بلې ته کډه شوې کورنۍ، د خپلو ستونزو د اوارۍ په انتظار کې دي، خو افغان حکومت وایي، چې د دوی د ستونزو اوارۍ ته یې نوي تدابیر نیولی دي.

د کډوالو د راستنولو چارو وزیر جماهیر انوري وویل؛ هڅې یې پیل کړي څو د کډوالو د نړیوال سازمان په مرسته؛ د کډوالو سیمه ییزه ستراتیژي تیاره کړي.

ده وویل، د ژنیو په ناسته کې یې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړی؛ چې د دې ستراتیژی په جوړولو کې مرسته وکړي:

"راتلونکی کال چې په مخکې یې لرو، د ای. او. اېم له دفتر او د کډوالو له نړیوال سازمان سره مو خبرې شوي، چې د ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنولو ته یوه جامع ستراتیژی جوړه کړو؛ نړیوالې ټولنې راسره د دې ستراتیژی لپاره یو اعشاریه اته میلیارده امریکایي ډالره منلي دي."

د کډوالو نړیواله ورځ له پرون راهیسې د یوشمېر حکومتي او غیرحکومتي ادارو له خوا نمانځل کیږي.

بل خوا په هېواد کې د کار د نشتوالي له امله ګڼ شمېر افغانان هڅه کوي؛ چې د قانوني او غیرقانوني لارو څخه ځانونه بهرنیو هېوادونو ته ورسوي.

جماهیر انوري له هېواد څخه د افغانانو غیرقانوني وتل، د اندیښنې وړ او له خطره ډک وبلل.

ده وویل، ډیرژر به په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

د کډوالو د چارو وزیر دا هم وویل، په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو اوارۍ ته یې هم یولړ پروګرامونه ترتیب کړي دي:

"کورنیو بې ځایه شویو کډوالو ته ملي پالیسي د ترتیببدو په حال کې ده؛ دا پالیسي د مقننه قوې له تایید وروسته د پلي کېدو وړ ګرځي او بیا به دا ستونزه په علمي او اکاډمیکه توګه اواره کړو."

د چارواکو له ډاډګیرنو سره سره په هېواد کې دننه بیځایه شوی کورنۍ شکایت کوي؛ چې لازمي مرسته ورسره نه کیږي.

همدارنګه له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې کورنۍ هم وایي؛ چې ورسره شوې ژمنې په لازمه توګه نه عملي کییږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG