د افغانستان د فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وایي، چې دا مهال د فساد د له منځه وړلو لپاره حکومتي ادارې خپل مسولیتونه په سمه توګه نه اجرا کوي.
د دغې ادارې مشر عزیزالله لودین د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ، کله چې د دوی یوه ګډ پلاوی په یوه وزارت کې د فساد د څیړلو لپاره ځي، نو هلته ورته په اسانۍ د څیړلو اجازه نه ورکول کیږي.
نوموړی په لویې څارنوالۍ هم انتقاد کوي چې د هغو دوسیو په اړه یې اجرات نه دی کړی چې د دوی د ادارې له خوا ورسپارل شوي دي.
له عزیزالله لودین سره په کابل کې زمونږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په سرکې ترې پوښتلي چې :
دا مهال د حکومت په کچه تاسې سره څومره همکاري او ملاتړ موجود دی؟