د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۳۸

په کوټه کې يو لوړ پوړى چارواکى او دوه پوليس وژل شوي


په کوټه کې نامالومو وسلوالو د بلوچستان د عامه اړيکو مرستيال مشر په ډزو وژلى دى، وسلوالو پر درې پوليس عسکرو هم ډزې کړې چې د دوى د نيولو هڅه يې کوله، دوه يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

نن سهار د کوټې ښار په منځ کې پر شاهراه اقبال سړک باندې يوۀ پارک ته څېرمه د محکمې يا کچارۍ مخې ته پر موټرسايکل سپرو وسلوالو پر يوۀ لوړپوړي دولتي چارواکي او درې پوليس عسکرو باندې ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې دوه پوليس عسکر او د عامه اړيکو د ادارې مرستيال مشر و وژل شول.

د کوټې د پوليسو يوه مشر حامد شکيل په روغتون کې رسنيو ته وويل چې د بلوچستان د عامه اړيکو د ادارې مرستيال مشر خادم حسين نوري له کوره په موټر کې د خپل دفتر پر خوا روان وو، چې دوو موټرسايکلو سپرو وسلوالو يې پر موټر ناببره ډزې وکړې او وتښتېدل، خو کچارۍ ته نيژدې چې درېوو پوليسو د وسلوالو مخه ونيوله نو پر هغوى يې هم ډزې وکړې چې د سنګين خان او رجب خان په نامه دوه پوليس يې ځاى پر ځاى و وژل او يو بل په ټپي حالت کې د کوټې نظامي روغتون ته يووړل شو.

خادم حسين نوري روغتون ته پر لاره ساه ورکړه، نوموړى هزاره توکمه شعيه وو، چې تر وژنې سمدستي وروسته يې لسګونه خپلوان د احتجاج په توګه سړکونو ته را ووتل او د نوموړي مړى يې له روغتونه د پوليسو د لويې قومندانۍ مخې ته کښېښوو او ويې ويل چې خادم حسين ته د وسلوالو له خوا ګواښونه هم شوي وو خو حکومت يې د امنيت ساتلو لپاره محافظين نه وو ورکړي.

دوى رېنګه وکړه چې تر څو پورې د نوموړي قاتلين ونه نيول شي او په راتلونکي کې د دوى د خلکو د هدفي وژنو د مخنيوي غوڅ باور ور نه کړل شي، دوى به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

پېښه په داسې ځاى کې شوې چې يوې بلې خواته د ملېشه ځواکونو او پوليس لسګونه سرتېري د امنيت ساتلو لپاره د تيارسۍ په حالت کې ولاړ وي، خو دغو وسلوالو يو لوړپوړى دولتي چارواکى او دوه پوليس په ډزو و وژل او د ځينو عيني شاهدينو په وينا وسلوالو موټرسايکل پرېښوو او په منډه منډه په برياليتوب سره د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د دغو بريدونو مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې وړاندې په کوټه او شاوخوا سيمو کې سلګونه هزاره توکمه شعيه مسلمانان وژل شوي، چې سني وسلوالې ډلې لښکري جنګوي يې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG