د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۴

د پولنډ او افغانستان ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک شو


د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د تړون له لاسلیک کولو وروسته ژمنه وکړه؛ چې افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ له خپل افغان سیال سره د دې تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل؛ چې افغانستان به له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته یواځې پری نږدي.

"رادو سلاو شیکوسي" وویل، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي.

"پولنډ ژمن دی چې په بریالیتوب سره په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورساوه.

موږ له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته په پراختیايي او روزنیزو چارو کې خپلو مرستو ته ژمن یو.

زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې تاسو ته ډاډ درکړم چې یواځې مو نه پریږدو، لکه څنګه چې نړیوالې ټولنې تاسو په ۱۹۹۰ کال کې یواځې پریښودی."


پولنډ دا مهال د ناټو په چوکاټ کې د پکتیکا او غزني ولایتونو کې شاوخوا دوه زره او شپږ سوه سرتیري لري چې د رادو سلاو شیکوسي په وینا دوه ویشت تنه یې په تیرو یوولسو کلونو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دې تړون د لاسلیک کولو پرمهال د پولنډ مرستې وستایلې.

زلمي رسول له پولنډ نه وغوښتل چې افغانستان سره له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

"نن مو له ښاغلي شیکوسي سره د افغانستان او پولنډ تر منځ د همکارۍ نوی تړون لاسلیک کړ، چې دا تړون به د دواړو هیوادونو تر منځ د لا ډیرې همکارۍ لامل شي.

د دې دواړو هیوادونو تر منځ له تیرو لسو کلونو راپدیخوا همکاري ډیره شوې ده.

افغان دولت د پولنډ له امنیتي ځواک نه له تروریزم سره د مبارزې او غزني او پکتیکا کې د امنیت په ټینګښت په برخه کې د زړه له کومې مننه کوي."


زلمي رسول له پولنډ نه وغوښتل، چې افغانستان سره د پوځيانو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

سره له دې چې د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو هغه څرګنده نه کړه چې د دې هیواد ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي کنه؟

ټاکل شوې چې د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پايه ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیت به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG