د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۴۳

صدیقي: پرحقاني شبکې لګیدلي بندیزونه نسبي اغیزې لري


افغان حکومت او پوځي څیړونکي د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرحقاني شبکې د لیګیدلو بندیزونو د اغیزو په اړه بیلا بیل نظرونه لري.

د کورنیو چارو وزارت وایي، سره له دې چې په تورلست کې د حقاني شبکې شاملول د دې شبکې د ملاتړو لاسونه یوڅه لنډ کړي؛ خو وایي، چې لاهم د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې همدا شبکه یو سترګواښ دی.

د دې وزارت ویاند صدیقي صدیقي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې د امریکا او ملګروملتونود سازمان له خوا پرحقاني شبکې لګیدلي بندیزونه ګټور دي خو ټینګار یې وکړ؛ چې له افغانستان څخه بهر باید د دې شبکې مرکزونه له مینځه ولاړ شی:

"د افغانستان د خلکو لپاره مهمه دا ده، چې د ا شبکه په بشپړ ډول له مینځه ولاړه شي، ترڅو د افغانستان امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ نه کړي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

د حقاني، وسله والو طالبانو او القاعده شبکې اصلي مرکزونه له بده مرغه د پولې هغه غاړه په پاکستان کې دي.

د افغانستان د خلکو تمه او غوښتنه دا ده، چې دا شبکې په بشپړ ډول له مینځه ولاړې شي."


حقاني شبکه په کابل او د افغانستان په جنوب ختیځو برخوکې د ډیرو حملو مسووله بلل کیږي، دا شبکه په کابل کې د امریکا پرسفارت او د آیساف پرقومندانۍ د وسله والو حملو مسووله هم بلل شوې ده.

د دې ترڅنګ افغان حکومت وایي، چې په جنوب او جنوب ختیځ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې ډیرې حملې حقاني شبکه ترسره کوي او ټینګار کوي، چې له دې شبکې څخه د پاکستان استخباراتي او ځینې نورۍ کړۍ ټينګ ملاتړکوي.

حقاني شبکه د امریکا له خوا د روان میلادي کال د سپتمبرپه میاشت کې د یوه تروریستي سازمان په توګه اعلان او بندیزونه پرې ولګول شول.

د امریکا له دې اقدام وروسته د ملګروملتونوسازمان د بندیزونو کمیټې هم دا شبکه د دې سازمان په تورلست کې شامله کړه.

د پوځي چارو څیړونکی جاوید کوهستاني وایي؛ چې دې اقدام د حقاني شبکې پرفعالیتونو جدي اغیز کړی او هغه ډلې چې دې شبکې ورته مالي او نور امکانات رسول ډیرې کمزوري شوي دي:

"د دې شبکې فعالیتونه د پام وړ اندازه کم شوي او په دې وروستیو کې موږ د دې شاهدان یو؛ چې ډیرې حملې په جنوب او جنوب لویدیځ کې تنظیمیږي او د کوټې شورا ډیره فعاله شوې.

د حقاني شبکې هغه ډله ییزې وسله والې حملې په تیره چې کابل یې له ګواښ سره مخامخ کړی وو اوس مهال کمې شوې دي."


په عین حال کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوشمیر خلک وایي؛ چې پرحقاني شبکې د امریکا او ملګروملتونو له خوا د بندیزونو لګیدل ښایي د افغان حکومت له خوا د سولې روانې هلې ځلې ټکنۍ او د دوی په سیموکې د دې شبکې فعالیتونه لا جدي شي.

افغان حکومت تل ویلي، چې د وسله والو طالبانو مهم مرکزونه له افغانستان څخه بهر د پاکستان په قبایلي سیموکې دي او ترهغې چې د هغوی دا خوندي ځایونه له مینځه ولاړ نشي؛ نو له تروریزم سره مبارزه به هم لازمې نتیجې ته ونه رسیږي.

که څه هم پاکستان ډیرکله د افغان حکومت له خوا دا ډول تورونه رد کړي؛ خو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل؛ چې پرپاکستان باید د امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې فشار زیات شي؛ ترڅو هلته د وسله والو مخالفانو پټ مرکزونه وتړي.
XS
SM
MD
LG