تېره ورځ په غزني د څلورو درې سوه درې ډوله موټرونو تر مېنځ ټکر شوی و؛ چې په کې شپاړس تنه زخمي شوي دي. زخمي شوي کسان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي.
دغه ټکر پرون د غزني په روضه سيمه کې د څلورو درې سوه درې ډوله موټر تر مېنځ شوی و؛ چې په کې شپاړس تنه زخمي شوي دي.
په زخمي شويو کسانو کې ښځې هم شاملې دي.
ويل کېږي، ټکر لومړي دوو په مسافرو بار درې سوه درې موټرو کړی او وروسته بيا دوه نور هم راغلي او په کې لګېدلي دي.
د غزني مرستيال والي، محمد علي احمدي وايي وايي، ټکر د موټرو د ګړندي تګ او په سړک د واورې د يخی کېدو له امله شوی دی.
دی وايي، درې سوه درې موټرونه له کابل څخه هرات ته روان وو؛ چې د غزني په روضې سيمه کې يې ټکر کړی دی او وروسته بيا دوه نور درې سوه درې موټر هم په کې پسې ختلي دي.
"له کابل څخه درې سوه درې ډوله موټرونه هرات ته روان وو؛ چې د غزني په روضه سيمه کې يې د تېز تګ او پر سړک د واورې د يخی کېدو له امله بريکونو کار پرې ايښي وو. يو خو دغه موټر ډېر تېز روان او بل په سړک اورېدلې واوره يخی شوی و، د دوی بريکونو کار نه و کړی، بس ټکر شوي وو، په پېښه کې څوارلس تنه نارينه او دوې ښځې زخمي شوي دي؛ چې وروسته د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه پورې په پېښه کې څوک نه دي مړه شوي."
د کابل کندهار لويه لاره يوه د هېواد له خونړيو لارو څخه ده؛ چې وخت نا وخته ورباندې له مسافرو ډک درې سوه درې موټرونه ټکرونه کوي.
په دغه لاره له کابله تر کندهار پورې شا و خوا يو سل او اتيا ځايه سړک په ماينونو الوزول شوی دی.
همدغه د ماينونو کندې، د موټر چلوونکيو بې احتياطي او د سړک پر سر د وسله والو جګړې د دې لامل شوي دي؛ چې په تېرو څو مياشتو کې په دغه لاره تلونکي تر سلو زيات مسافر زخمي کړي او مړه کړي دي.
د کابل کندهار پر لويه لاره نږدې ټول ټکرونه د احمدشاه بابا په نامه د شرکت موټرونو کړي دي.
څو ورځې وړاندې هم په غزني کې يو درې سوه درې او يو ټېلر موټرونو ټکر کړی و؛ چې په کې څوارلس تنه زخمي شوي وو.