د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

نړېوال مالي بحران د ځوانو کارګرانو نوی نسل ځپلی


نړېوال مالي بحران په غیرمتناسب ډول د ځوانو کارګرانو نوي نسل ځپلی دی.

د دوي لپاره د فعالیت زمینه ورځ په ورځ محدودیږي، کاري ثبات له منځه ځي اود کار فقر پراخیږي.

دا لړۍ د نړۍ د ځوانانو نظر او نړېوال اقتصاد متاثره کوي او ښايي د ټولنیزې ناکرارۍ لپاره لاره برابره کړي.

د بیلګې په ډول، د کابل ښار اوسیدونکی میوند دوه کاله مخکې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی، دی لا تر اوسه کار نه لري.

میوند څلرویشت کلن دی او وايي، چې لس هاوو نور ملګري یې د ده په څير بې کاره ګرځي .

د کار په لټه کې میوند یوازی ندی.

اکمل دلدار بیګ د دوشنبې اوسیدونکی او ۲۳ کلن دی.

اکمل دوه کاله مخکې له پوهنتونه فارغ شوی او د خپلو ډیرو نورو ټولګیوالو په څير له هغه راهیسې بې کاره دی.

د ده لپاره یوازینۍ لاره دا ده ، چې خپل کور پریږدي او د منځنۍ اسیا د ډيرو نورو ځوانانو په څیر د کار لپاره روسیې ته ولاړ شي.

په مسکو کې د منځنۍ اسیا د بیلا بیلو هیوادونو سل هاوو کارګر اوسي او زیاتو کسانو ته یې حتی معاشونه هم نه ورکول کیږي، ده ازادي راډيو ته وویل:

(زه بې کاره په کور کې پروت یم. ما د کمپیوټر پروګرامونه لوستي او په هغو ټولو ځایونو کې مې خپله عریضه ورکړې ، چې د کمپیوټرکار اړتیا وه . زه په کار پسې ګرځم خو که یې پيدا نه کړم نو بیا به د کار لپاره مسکو ته ځم، هلته به مهاجر کارګر شم .)

په داسې حال کې، چې نړېوال اقتصاد تر اوسه د مالي بحران تر اغیز لاندی دی، دلداربیګ د هغو ځوانانو له ډلې دی، چې د راتلونکې لپاره یې هیله بایللې .

اوس د (ورک نسل) په نوم د هغو کارګرانو د یوې طبقې د رامنځ ته کیدو خبر داری ورکول کیږي، چې په صنعتي نړۍ کې د کارونو د کموالي له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان وايي، چې تر پینځه اویا ملیونه زیات ځوانان ، چې عمرونه یې د پينځلس او څلرویشت ترمنځ دی ، کار نلري.

په تیرو څلورو کلونو کې د بې کاره ځوانانوشمیر څلور ملیونه نور هم زیات شوی دی.

هغه ستونزې ، چې ځوانان ورسره مخامخ کیږي په عمومي ډول په مارکیټ کې د کارونو د کمیدو څرګندونه کوي.

په بنګاک کې د ملګرو متلونود سازمان لخوا د ځوانانو لپاره د کار موندنې متخصص (Mathieu Cognac) ازادي راډیو ته وايي، چې د پاخه عمر خلکو په مقایسه د ځوانانو د بې کارۍ رقم درې برابره لوړ دی.

دا کارپوه وايي، بې کاري د ځوانانو د شاته پاتې کیدو سبب ګرځي، ده وویل:

"ځوانان د نورو په مقایسه ډير د تبعیض قرباني دي. د اقتصادي ودې په وخت کې هم دوی تر ټولو وروسته استخدام کیږي او د مالي بحران په وخت کې دوي تر ټولو مخکې له کارونو ایستل کیږي."

په اروپايي اتحادیه کې لږترلږه پينځه ویشت ملیونه ځوانان شته ، چې غواړي کار وکړي خو نه یی شي پيدا کیږي.

دوی تر ډيره حده د نیمې ورځې کارونه کوي او یا هم د غیر رسمي اقتصادي مارکیت غړیتوب ته اړ کیږي.

بې کاري په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې په ۲ هیوادونو یونان او هسپانیه کې زیاته ده ځکه پدې هیوادونو کې د ښوونځي او پوهنتونو تر نیمايي زیات فارغان کار نه شي پيدا کولای.

د اسیا پيسفیک په زیاتو هیوادونو کې هم د کاري مارکیت وضعیت ډير رنګین نه بلل کیږي.

دا سیمه د ځوانانو د شمیر له پلوه ګڼ میشته بلل کیږي، خو په شپږو ځوانانو کې یو تن کار نه لري.

د کار له پلوه د ځوانانو لپاره تر ټولو ناوړه ځاي منځنی ختیځ او د افریقې د شمال سیمه ده .

پدې هیوادونو کې له څلورو ځوانانو یو بې کاره دی، په دې اړه ښاغلی کوګناک وايي:

"په اروپا کې زیاته توجه د کاري زمینې پيدا کولو ته ده ځکه زیات کارونه نشته . د ودې په حال کې اسیايي هیوادونه هم د خلکو لپاره د کار زیاتولو هڅه کوي.

ځوانان له دې پرته ، چې په کاري فقر کې ګذاره وکړي، بله هیڅ چاره نه لري."


هرکال په نړۍ کې څلویښت ملیونه نوي ځوانان د کارګرانو په شمیر ور زیاتیږي.

د نړیوال مارکیټ څارونکې او اقتصادي کارپوهان وايي، چې د نړۍ له اقتصادي او ټولنیز ساعتي بم (Time Bomb) سره مخامخ ده؟

هغه ځو انان ، چې ډيره موده بې کاره پاتې کیږي هغوي په سختی کار پيدا کولای شي .

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان وايي ، چې د اوږدې مودې بې کاري د فقر او خراب صحت سبب ګرځيدلای شي .

حتی هغه ماشومان ، چې پلرونه یې د ډیرې مودې لپاره کار نلري، په ښوونځي کې زیات ناکام شي.

د ځوانانو ترمنځ ډیریدونکې تاثر او بې باوري د ټولنیزې ناکراۍ د رامنځ ته کیدو امکانات زیاتولای شي.

بې روزګاري او د ځوانانو بې کاري تیر کال د منځني ختیځ او افریقا د شمال په زیاتو هیوادونو کې د ولسي پاڅونونو ترشا عمده عامل وو .

په وروستیوکې حتی د اروپا په جنوب کې د اقتصادی سپما شدید پروګرامونه او کمزورې اقتصادي وده د ناکراریو سبب شوه .

خو په بنګاک کې د ملګرو متلونود سازمان لخوا د ځوانانو لپاره د کار موندنې یومتخصص (Mathieu Cognac) ازادي راډیو ته وویل ، چې نړیوالو پالیسي جوړونکو د ټولنیز نظم د ګډوډیدو دې عمده عواملو ته متوجه دي.

د ملګرنو ملتونو دې ادارې او د کار نورو نړیوالو سازمانونو پرپالیسي جوړونکو ږغ کړی ، چې داسې پروګرامونه رامنځ ته کړي، چې په مشخص ډول د ځوانانو غوښتنې په پام کې ونیسي.

د فرانسې حکومت ویلي، چې لږترلږه درې ملیارده ډالر به په راتلونکو دوو کلونو کې د يونیم لک نویو کارونو د رامنځ ته کولو لپاره مصرف کړي.
XS
SM
MD
LG