د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

په پيښور کې د افغان او پاکستاني ژورنالیستانو ګډ کنفرانس روان دی


د امن لپاره تړون کنفرانس ګډونوالو د افغانستان و پاکستان ترمنځ دوستانه او صادقانه روابط نه یواځې د دواړو هیوادونو بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه وبللې او ټینګار يې وکړ چې د کابل او اسلام اباد واکمن باید د وخت حساسیتونه درک او د روښانه راتلونکې پر لور ګامونه واخلي.

په دغه کنفرانس کې، چې شاوخوا شل تنه افغان او یوشمیر پاکستاني خبريالان، مبصرین، د سیاسي، او ټولنیزو چارو څیړونکي پکې ګډون لري د دوشنبې پر ورځ په پيښور کې پيل شو، چې هدف يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو روابطو اهمیت او په دې لړ کې د مطبوعاتو نقش دی.

ویناوالو د کابل او اسلام اباد ترمنځ نژدیوالی او ښه روابط د بل هر وخت په نسبت ضروري وبللې او ويې ویل، دواړه لوري باید له بصیرته کار واخلي او د تیر پشان دترخه تجربو د تکرار مخه ونیسي.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر سناتور افراسیاب خټک چې په خپلو څرګندونو کې وویل، چې نړیوال اوس د افغانستان پر اهمیت پوهیدلي او هر هیواد هڅه کوي، څو په د نورو هغو ترڅنګ په اقتصادي ډګر کې ځانته ځای ومومي.

نوموړي په هره برخه کې د افغانستان و پاکستان ګټې مشترکې خو په سولې پورې تړلې وبللې :

"د بیلګې په ډول چین، ترکیه او ځینې نور هیوادونه په افغانستان کې ډیرې اقتصادي ګټې لري او هغوی نشي کولی چې افغانستان ته شا کړي.

بې له شکه چې په افغانستان کې د نړيوالو دلچسپي زیاته شوې او هرڅوک غواړي چې دلته ځانته یو ځای پيدا کړي، دغه راز که د افغانستان و پاکستان خبره راواخلو نو دواړه هیوادونه د یوبل لپاره په هره برخه کې د ډير اهمیت وړ دي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د پاکستان ګټې په سولې پورې تړلي دي او هرڅومره چې په افغانستان کې کراري او سوکالي وي همغومره د پاکستان په ګټه دی."


ښاغلي خټک د دواړو هیوادونو ترمنځ بې اعتمادي د ترهګرۍ د ودې یو عمده علت وباله او ټینګار يې وکړ چې نورباید حقایق درک او له یوبل سره په پوره صداقت همکاري پيل کړي کنه نو په خبره يې د روان وضعیت پایلې به لا ډیرې ترخې وي.

پر نوموړي سربیره د سیاسي، اقتصادي، نظامي او یوشمیر نورو چارو پوهانو په اړوندو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ نژديوالی د وخت اړتیا وبلله او ويې ویل، چې په سیمه کې دترهګرۍ روان بهیر هغه وخت پای ته رسیدی شي، چې کابل او اسلام اباد یو بل ته د دوستۍ لاسونه ورکړي او پر راتلونکې فکر وکړي.

افغان لیکوال و ژورنالیست عنایت الله کاکړ کورني اختلافات او جنګ جګړې له ګاونډيو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نژدې کیدو پر وړاندې یو عمده خنډ وباله او ويې ویل، چې افغان دولت او وسله وال مخالفین باید نور پر خپل ولس رحم وکړي او داسلامي لارښوونو په رڼا کې د سولې او روغې جوړې خبرو ته سره کښيني :

"د مسایلو ټول حل په ډیالوګ کې دی، یعنې تفاهم او ډیالوګ د حل کونجي ده، نو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ډیالوګ او خبرې اترې تر بل هر وخت ډیرې ضروري دي.

تاسو پوهیږئ چې ډیالوګ او جګړه غبرګوني دي، یعنې څومره چې د جګړې تاریخ اوږد دی همدومره د ډیالوګ تاریخ هم دی.

که د نړۍ تاریخ ته وګوره هره غمیزه په ډیالوګ پای ته رسیدلې نو اوس ددې وخت دی چې د افغانستان لانجه هم د ډیالوګ له لارې حل شي."


کاکړ د ترهګرۍ پر وړانې په روانه مبارزه کې د پاکستان پر دریځ اعتراض وکړ او ويې ویل، دسخت دریزو وسله والو له ځینې ډلو سره ددې هیواد زوروره او پالیسي جوړونکیو ادارو خواخوږي او همکاري ددې سبب شوې، چې نه یواځې په افغانستان بلکې پخپله په پاکستان کې سوله او کراري له ګواښ سره مخ ده او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی.

نوموړي او نورو وینا والو په دې لړ کې د مطبوعاتو کردار تر بل هرچا مهم وباله او ويې ویل چې که مطبوعات صادقانه هڅې وکړي نو ډیر زر به د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري ختمه او په سیمه کې د جنګ جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG