په ختیځه سیمه کې د اداري اصلاحاتو مشره نفیسه منصف د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دوي د ولسمشر د پینځه څلویښتم ګڼې فرمان او د وزیرانو شورا د یودیرشم ګڼې مصوبې له مخې په پام کې لري، چې په ملکي او دولتي ادارو کې به د څلورم، پینځم او شپږم بستونو لپاره د کانکور د ازموینې له لارې مسلکي کسان غوره کړي:
"له دې وروسته به دولتي ادارو ته په ځانګړي توکه څلورم، پینځم او شپږمو بستونو لپاره له مامورینو نه د کانکور په څير ازموینه اخیستل کیږي."
د نوموړې په خبره د وزیرانو شورا په مصوبه کې راغلي، چې په دغو ازموینو کې هغه ځوانانو ته حق ورکول کیږي، چې په ۱۳۸۸ ،۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ کلونو کې له پوهنتونونو او د مسلکي او تخنیکي انستیتوتونونه فارغ شوي وي او عمر يي باید له دیرشو څخه ټيټ وي:
"د وزیرانو په مصوبه کې د دې لپاره شرطونه ټاکل شوي، چې په دې کې هغه کسان چې له ۱۳۸۸ نه تر ۱۳۹۰ کاله پورې فارغ شوي وي او عمرونه يي هم له دیرشونه کم وي برخه اخیستی او دارنګه هغه کسان چې په تیر کې يي دولتي بستونو کار کړی وي، هغه هم نشي کولای، چې په دې ازموینه کې برخه واخلي."
له دې وړاندې یو شمېر ځوانانو، چې لوړې زده کړې يي هم تر لاسه کړې وې په وار وار يي ویلي وو، چې دوي ته په دولتي ادارو کې د کار کولو موقع نه ورکول کیږي او دارنګه دولتي ادارو ته په ورتګ کې د خلکو وړتیا په نظر کې نه نیول کیږي.
خو د یو شمېر کتوونکو په خبره، که چیرې دا پریکړه په سمه توګه پلې شي، نو دولتي ادارو ته د ورتګ په برخه کې به تر ډيره د فساد مخه راکمه شي.
راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد