د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

ولسمشر اوباما د یوه امریکايي سرتیري ماموریت وستایه


د امریکایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتي ټیم یوغړی د ژغورنې په هغو عملیاتو کې ووژل شو، چې د کابل په ختیځ کې یې د طالبانو له منګولو د یوه امریکایي ډاکتر د خلاصون لپاره ترسره کړل.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په خپرې کړې اعلامیې کې د امریکایي خاصو ځواکونو دغه ماموریت وستایه او ویې ویل، دغه عملیات د امریکایي ځواکونو د فوق العاده جرات، مهارت او وطنپالنې ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وویل، ډاکټرډیلیپ جوسیف چې د امریکا په کولرادو کی دیره د مارنینګ سټار ډیویلپمینټ له موسسې سره په افغانستان کې د سلاکارپه توګه دنده ترسره کوي، د یکشنبې د ورځې په سهار د برمته نیونکو له منګولو وژغورل شو.

د امریکایي چارواکو په وینا د هغه د ژغورلو لپاره عملیاتو ته وروسته له هغې مخه شوه چې د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو له مخې هغه د ټپي کیدو یا حتی د مرګ له خطرسره مخامخ و.

د امریکا پوځ د خاصو ځواکونو د وژل شوي عسکر هویت ندی څرګند کړی.

اوباما وویل، هغه د خپلو هیوادوالو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ او دا موږ ته یوځل بیا په یاد راوړي چې همدغه سرښندنه ده چې زموږ هیواد قوي، امن او ازاد دی.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا هم په یوه ځانګړي بیان کې وژل شوی عسکر یواتل یاد کړ او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړرتبه قومندان جنرال جان الین وویل، چې دغه د ګډو ځواکونو پلان شوي عملیات په بریالي توګه ترسره شول چې په نتیجه کې یې ډاکترجوسیف ازاد شو او ډیرژربه له خپلې کورنۍ سره په امریکا کې یوځای شي.

جوسیف د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له خپلو دوملګروسره په داسې حال کې د وسله والو له خوا برمته شو چې په سیمه کې یې د مارنینګ سټارموسسې په مرسته د یوه لیرې فعال کلینیک څخه لیدنه کړې وه او بیرته مرکز ته په لاره و.

د جوسیف د وه ملګري څو ساعته مخکې تردې چې د هغه د ژغورلو لپاره عملیات پیل شي له برمته نیونکو سره د درې ورځو خبروپه نتیجه کې خوشې شوې و.

یادې موسسې د امنیتي دلایلو له کبله د دغو دو کارکونکو نومونه ندي اخیستي خو له سیمه ییزو مشرانو یې مننه کړې چې د برمته نیونکو له منګولویې د هغوی په خلاصون کې اوهم د جوسیف د ژغورنې په هڅو کې مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG