د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۲

کوچېان وایي، پولیسو ورسره زور زیاتی کړی دی


د کابل ښار د قصبې په سیمه کې د کوچېانو او پولیسو ترمنځ له نښتې وروسته کوچېان وایي، پولیسو ورسره زور زیاتی کړی دی.

دوي وایي، دوه ورځې کیږي، چې پولیسو د دوي سیمه کلابنده کړي، خو افغان چارواکي وایي، دوي عملي هڅې پیل کړي چې دا ځمکه غصب او کورونه پرې جوړ کړي.

که څه هم افغان چارواکو تصمیم نیولی، چې د کابل ښار د قصبې له دولتي ځمکې څخه کوچېان وباسي، خو کوچېان شکایت کوي چې امنیتي ځواکونو یي پر وړاندې له تاوتریخوالی کار اخیستی دی.

د یکشنبې په ورځ په دې مسئله کې د امنیتي ځواکونو او کوچېانو ترمنځ یو نښته هم شوې وه، چې تر اوسه د کوچېانو د کورونو او خیمو ګرد چاپیره پولیس پراته دي.

د قصبې په سیمه کې میشت کوچېان وایي، امنیتي ځواکونو پرې ډزې هم کړي، چې له امله یې ښځې او ماشومان ویرې اخیستې دي:

«زما نوم غازي رستم خیل دی، موږ دلته د حکومت په اجازه اړولي دي، مخکې په خوشحال مینه کې پراته وو، اته میاشتې کیږي دلته یو.

اوس مو په دې ژمي کې له دې ځایه وباسي، پولیسو کلابند کړي یو، اوبه او رڼا نه لرو، ستونزې مو ډیرې دي، پولیسو راسره ناوړه چلند کړی دی، موږ چې ځمکه رانه کړي دا ځای نه پریږدو.»


افغان چارواکي وایي، د کابل هوایي ډګر شمال ته د قصبې سیمه دولتي ځمکه او تر ښاري پلان لاندې ده، خو د ځمکو لوی غاصبین هڅه کوي چې کوچېان ولمسوي څو دا ځمکه خپله کړي.

افغان چارواکي دا هم وایي، د قصبې په سیمه کې په میشتو کوچېانو کې وسله وال هم شته.

د کابل امنییه قوماندانی مرستیال جنرال داوودامین له ازادی رادیو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت دوي ته د کابل ښار په یوه بله سیمه کې د اوسیدو ځمکې بیلې کړي او امنیتي ځواکونو ورسره ناوړه چلند نه دی کړی:

«د قصبې سیمه دولتي سیمه ده، حکومت اجازه نه ورکوي، څوک پر دې ځمکه قبضه وکړي، حکومت ورته په څرخي پله کې ځمکه بیله کړې.

موږ غواړو له دوي له دې ځایه انتقال کړو، دوي ښځې او ماشومان رامخته کړي او مقاومت کوي، موږ احتیاط کوو چې تاوتریخوالی رامنځته نه شي.»


خو په قصبه کې میشت کوچېان وایي، اته میاشتې کیږي چې دا ځمکه ورته حکومت ورکړې ده.

کوچېان وایي، څاروي او د کور مالونه یي خرڅ کړي او یوه یوه کوټه یې پرې ځانونو ته جوړه کړې ده.

دوي وایي، ترڅو چې حکومت ورته دا ځمکه او یا د دې په بدل کې نوره قانوني ځمکه ورنه کړي، له سیمی به ونه وځي.

په افغانستان کې د ځمکو د ملکیت ستونزه نوې مسئله نه ده، بلکې ډیر ځلي لیدل شوي، چې کله د حکومت او خلکو او کله پخپله د خلکو ترمنځ د ځمکو د ملکیت پر سر شخړې رامنځته شوي دي.

کارپوهان وایي، د جایدادونو د ملکیت په برخه کې نیمګړي ادارې سیستم د دې سبب شوی، چې دا ډول شخړې رامنځته کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG