د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۵

غرزی: لویدیځو هېوادونو د خپلو اهدافو په خاطر د پښتنو په سیمه کې جنګ تود ساتلی


یو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان او د ډیورند له پولي اخوا میشتو پښتنو په اړه د جمهورريیس کرزی څرګندونی تاییدوي او وایي، چې دا قوم د تاریخ په اوږدو کې د سترو توطیئو ښکار شوی.

جمهوررییس کرزي د شنبې په ورځ په خپله وینا کې ویلي، چې د افغانستان د سرحدي سیمو او له پولي اخوا ځیني میشت پښتانه په لوی لاس د ژوند له هر ډول ښیګنو لیرې ساتل شوي او د دوي له مذهبي، فرهنګي او وطني احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده، حال دا چې د دې سیمو پښتانه د جنګ خلاف او د ترقی غوښتونکی دي.

افغان کارپوه غرزی خواخوږی وایي، ځینو سترو لویدیځو هېوادونو د سیمي د استخباراتي ادارو په مرسته، د افغانانو او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پښتنو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړی او د خپلو اهدافو په خاطر یې پرې د جنګ ډګر تود ساتلی دی.

غرزی تاکید کوي، چې د ډيورنډ په کرښه پراته پښتانه، د نورو قومونو په څیر د هر ډول مادي او معنوي حقونو مستحق دی:

«پښتنو ته باید خپل حقوق ورکړل شی، چې دا کار تر اوسه نه دی شوی، خو په اوسنیو شرايطو کې دولت ته پکار ده، چې دوي ته د ژوند اسانیتاوې برابرې کړي.

د دوي د ستونزو اوارۍ ته تدابیر ونیسي، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه ورته جوړ، د اقتصاد د ودې لپاره یي عملي پروګرامونه ترتیب او ښه حکومتداری چې د دوي خدمت وکړي باید رامنځته شي، نه دا چې دوي وځوروي.»


جمهورريیس حامد کرزی د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې د امریکا د متحدو ایالاتو جمهوري ریاست ته د کاندید رامني، اندیښنې بې ځایه وبللې.

رامني له جمهورريس اوباما سره په یوې مناظره کې ویلي چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به د ډیورنډ پولي ته نږدې پښتانه یو ځل بیا د جنګ اور تازه کړي.

جمهوررییس د ښاغلي رامني د اټکل پر وړاندې یو لړ تاریخي پيښو ته اشاره وکړه او ویي ویل، ځیني پښتانه د غرب او امریکا له خوا جنګ او افراطیت ته مجبور شوي دي:

«د دې سیمې افغانستان او د پاکستان د پښتنو له ژورو دیني او مذهبي احساساتو څخه کار اخیستل، د انګریز د امپراطورۍ له وخته پیل شول ځکه چې هغه وخت په ټوله اسیا کې د انګریزانو پر وړاندې یو قوي او ازاد هېواد یوازې افغانستان او انګریز هڅه کوله دا هېواد په هر ډول چې وي، کمزوری یي کړي.

د هند او پاکستان له جوړیدو وروسته دا میراث پاکستان ته ورسید، خو د افراطیت هڅې پر افغانستان د شوروي له حملې وروسته، د غرب او امریکا د کامیابۍ په نیت، د غرب او امریکا له خوا په ډیره ناوړه بڼه ترسره شو.»


د پښتنو د مختلفو قومونو مشران هم وایي، چې پښتانه تروریستان نه دي، د جنګ مخالف او د سولې او ترقی پلویان دي.

افغان چارواکي د سولې او پخلاینې لپاره پراخ تدابیر نیولي او هیله ښيي چې خبرې اترې او مذاکرات به وکړي، ډیر جنګیالي په حقیقت پوه او له جنګه یي په شا کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG