د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۹

د مصر ولسمشر د عامه اعتراضونو په ځواب کې خپل فرمان لغوه کړ

وروسته له هغې چې د مصر ولسمشر محمد مرسي پریکړه وکړه، چې د اساسي قانون پر شخړیزه مسوده به ټولپوښتنه ترسره کوي، د نوموړي مخالفانو د مصر په لارو کوڅو کې د پراخو اعتراضونو غږ کړی دی.

د زیاتیدونکي عامه فشار له کبله مرسي خپل هغه فرمان لغوه کړی، چې نوموړې ته یې زیات واک ورکاوه او په مصر کې یې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه راپورته کړل .

د عامه اعتراضونو په ځواب کې د مصر ولسمشر محمد مرسي خپل هغه فرمان بیرته لغوه کړی، چې ده ته زیات واک ورکاوه او په مصر کې یې پراخ اعتراضونه راوپارول ، خو دا یې رد کړې چې د ډیسمبر د پنځلسمې نیټې هغه ټولپوښتنه هم لغوه کړي چې ټاکل شوې د مصر د نوي اساسي قانون پر مسودې ترسره شي .

مرسی دا اعلان د شنبې په ورځ د ملي مفاهمې په نوم د خبرو اترو په اعلان پسې کیږي چې تمه وه د مصر رقیب سیاسي لورې د خبرو اترو میز ته سره کینوي چې د څو ورځو اعتراضونه پای ته ورسیږي .

خو دا خبرې اترې لویو مخالفو سیاسي ګوندونو تحریم کړې او په دې هیواد کې یې سیاسې کړکیچ پای ته ونه رساوه .

د یکشنبې په ورځ د مصر د حکومت لوی مخالف سیاسي ایتلاف د ملي نجات جبهې د اساسي قانون د نوې مسودې پر ضد د سې شنبې په ورځ د پراخو مظاهرو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا د مصر د خلکو استازیتوب نه کوي .

د اپریل د شپږمې د ځوانانو د غورځنګ په نوم اپوزیسون یوې بلې ډلې د مرسې دا پریکړه چې خپل فرمان یې لغوه کړ یو سیاسي مانور وباله .

داسې ښکاري چې په لارو کوڅو کې یو شمیر اعتراض کونکي هم د مرسي د وروستي اقدام تر اغیز لاندې نه دي راغلي .

هیرماس په نوم یو تن د رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

"د مصر د ولسمشر محمد مرسي له خوا دا اقدام چې خپل فرمان یې بیرته لغوه کړ ډیر ناوخته وشو . داسې باید ونه اوسي چې تل باید خلک د یو شي غوښتنه وکړي . دا اقدام ورسته له وینې توییدنې وشو . بله دا چې باید د نوي اساسي قانون مسوده اول لغوه شوې وای ، ټولې قانونې ستونزې لا هم شته او دا هغه څه دي چې موږ یې ردوو ."

اعتراض کونکو د دریمې پرلپسې ورځې لپاره په قاهره کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته کمپونه وهلي ، دوی ولسمشر محمد مرسي تورنوي چې د دیکتاتور غوندې چلن کوي .

خو ولسمشر محمد مرسي چې د جون په انتخاباتو کې واک ته ورسیده وايي ، دا د مصر د هغه انقلاب ساتنه کوي چې د ۲۰۱۱ م کال د فیبرورۍ په میاشت کې یې د پخواني واکمن حسنې مبارک واک پای ته ورسوه .

د مصر صدراعظم هاشم قندیل د ټولپوښتنې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي دا د عامه نظر د معلومولو لپاره تر ټولو غوره چاره ده .

نوموړی ویلي دی خلک تر هغې چې په ډيموکراټیکه او ازاده توګه د رایو د کارولو ازادي ولري د خپل راتلونکې جوړونکي دي .
XS
SM
MD
LG