د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۰۸

د افغانستان د جوډو لوبغاړو د اسیا په لوبو کې اتلولي ترلاسه کړه


د افغانستان د جوډو د برخې لوبغاړي په دې وتوانیدل؛ چې د جنوبي آسیا په لوبو کې اتلولي تر لاسه کړي.

د جوډو فدراسیون د چارواکو په وینا افغان لوبغاړو په دې لوبو کې د سرو زرو په شپږو او د سپینو زرو په یوه مډال سره اتلولي خپله کړې ده.

د جنوبي آسیا قهرماني لوبې چې د شپږو هیوادونو د نجونو او هلکانو د لسو ټیمونو تر منځ په بنګله دیش کې پیل شوې وې؛ د هلکانو په برخه کې د افغانستان او د نجونو په برخه کې د نیپال په اتلولي پای ته ورسیدې.

دا لومړی ځل دی چې افغان جوډوکاران د سرو زرو په شپږو او د سپینو زرو په یوه مډال سره د جنوبي آسیا د هلکانو د برخې اتلولي لاسته راوړي.

د جوډو فډراسیون د چارواکو په وینا په دې لوبو کې د افغانستان په استازیتوب اوو لوبغاړو برخه اخیستې وه؛ چې ټولو یې مډالونه وګټل.

دا چې افغان لوبغاړو څنګه د دې سیالیو د هلکانو د برخې اتلولي وګټله د افغانستان د جوډو ټیم روزونکی فرهاد حضرتي یې په اړه داسې وايي:

"په هلکانو کې افغانستان اول شو، چې شپږ د طلا او یو د نقرې مډال یې راوړ که موږ د افغانستان شرایط له نورو ملکونو سره پرتله کړو، په فیصدي کې به ډېر کم راشي. نو په دې اساس دا د افغانستان لپاره ډېر لوړ مقام دی چې ترلاسه کړی یې دی."

د ښاغلي حضرتي په وینا په دې سیالیو کې د جنوبي آسیا له شپږو هیوادونو څخه د هلکانو او نجونو لسو ټیمونو برخه اخیستې وه؛ چې د هلکانو په برخه کې افغانستان او د نجونو په برخه کې نیپال لومړي مقامونه وګټل.

علي پوپلزی چې د نورو پنځو افغان جوډوکارانو په څېر یې له دې سیالیو د سرو زرو مډال ګټلی؛ د خپلې بریا راز په دې کې بولي، چې مخکې له مخکې یې ښه چمتوالی نیولی و.

دا لوبې د روانې میلادي میاشتې په شپږمه نیټه په بنګله دیش کې پیل شوې وې د شنبې په ورځ پاي ته ورسیدې.

د افغانستان د جوډو برخې لوبغاړي په داسې حال کې دا بریاوي تر لاسه کوي؛ چې افغان لوبغاړو په تېرو لسو کلونو کې په بیلابیلو ورزشي رشتو کې د افغانستان لپاره له سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.
XS
SM
MD
LG