د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۵۲

جنرال جان الن د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغى


په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن له اسد الله خالد سره د بګرام هوايي اډې په پوځي روغتون کې پرون وکتل.

د ايساف ځواکونو د اعلاميې له مخې، جنرال الن ښاغلي خالد ته د عاجلې شفا غوښتنه کړې او د ده د درملنې د ټيم له غړو سره يې د ده د روغتيايي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

جنرال الن ويلي: ”اسد الله خالد په پوره زړورتيا او کلک هوډ سره د ملي امنيت د رياست مشري کړې ده“

د پنج شنبې په ورځ يوه کس چې ځان يې د طالبانو غړى او د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و” د کابل په تايمني کې د ملي امنيت په يوه مېلمستون کې پر اسد الله خالد ځان وژونکى بريد وکړ.

د ملي امنيت رياست پرون وويل، چې بريد کوونکي چاودېدونکي مواد په خپل خښتک کې ځاى پر ځاى کړي وو.

دغه رياست په خپله اعلاميه کې دا د اسلامي او افغاني اصولو خلاف عمل بللى دى.

طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.

دا چې بريد کوونکى څنګه وتوانېد د ملي امنيت پر عمومي رئيس داسې يو بريد تنظيم کړي؛ لا يې هم په اړه زياتې پوښتنې شته.

د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د سولې عالي شورا مشر برهان الدين رباني هم په خپل کور کې د يوه کس له خوا چې ځان يې د طالبانو د سولې استازى معرفي کړى و، په يوه ځان وژونکي بريد کې ووژل شو.

افغان دولت وايي، پر اسد الله خالد يې د ځان وژونکي بريد د څېړلو لپاره د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يو هيئت ټاکلى دى. دغه هيئت به تر ارزونې او څېړنې وروسته په يوه اوونۍ کې دننه خپل راپور ولسمشر کرزي ته وړاندې کوي.

افغان چارواکي وايي د ملي امنيت د عمومي رئيس روغتيايي وضعيت دا مهال ښه دى.

ځينې کسان د طالبانو د استازو په نامه د بريد کوونکي دغه ډول بريدونه د سولې روانو هڅو ته يو ګوزار ګڼي.

د سولې عالي شورا هم وروستي بريد ته په اشارې ويلي، د سولې د يوه پيغام رسوونکي له خوا دغه ډول بريد د سولې هڅې زيانمنوي.

د دې شورا يوه غړي مولوي شهزاده شاهد ازادۍ راډيو ته وويل، دغه ډول بريدونه د سولې د پروسې اعتبار ته هم زيان اړوي.

اسدالله خالد چې مخکې یې د غزني او کندهار د والي او د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر پر دندو کار کړی په سپټمبر میاشت کې د ملي امنیت د عمومي رئیس په توګه له ولسي جرګې د اعتماد رایه واخیسته.
XS
SM
MD
LG