د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي په دې باور دي، چې د سولې د پیغام راوړونکو له خوا ځان وژونکي حملې د سولې د خبرو په اړه باور له منځ وړي.
د دې شورا یوه غړي مولوي شهزاده شاهد د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د سولې په نوم دغه ډول حملې د ټولو دیني او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي.
ښاغلی شاهد پر بېلابیلو خوا ږغ کوي، چې په دغه ډول حملو دي د افغانستان د سولې بهیر نه بدناموي.
“زما په نظر یقینا دا د سولې پر بهیر باندي منفي اغېز کولای شي، د دې لوی اسلامي، ملي او افغاني بهیر باور ته زیان رسولای سي، دا د شریعت او افغانیت خلاف عمل دی؛ چې یو څوک د سولې پیغام له ځان سره ولري او داسي وکړي.”
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس اسد الله خالد د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د تایمني په سیمه کې د ملي امنیت په یوه مېلمستون کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ژوبل شو.
د ملي امنیت د ادارې یوه ویاند تر دې پیښي وروسته ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې ځان وژونکې حمله د طالبانو له خوا د سولې د یوه پیغام راوړنکي له خوا شوې ده.
وسله والو طالبانو هم د دې حملې مسوولیت منلی.
افغان حکومت له شا او خوا دوو کلونو راهیسې کوښښ کوي؛ چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو دې کوښښونو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.
د افغانستان د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدلو کمېسیون رییس ډاکتر زلمی زابلی وايي؛ چې په دې برخه کي اصلي ستونزه د افغان حکومت د سولې په سټراټیژۍ او د سولې عالي شورا په جوړښت کې ده.
ښاغلی زابلی وايي، تر هغو چې افغان حکومت د سولې عالي شورا په جوړښت کې بدلون رانه ولي، نو د سولې خبرې به ناکمه وي.
“ د حکومت له خوا د سولې شورا له جوړښت سره اکثریت افغانان راضي نه دي؛ تر څو چې د دې ملت له منځه داسې خلک، چې هم په جګړه ښکیلو خواوو او طالبانو وروڼو ته د منلو وړ نه وي؛ نو د سولې بهیر تشریفاتي او له درواغو څخه ډکه پروسه ده.
د پاکستان استخبارات غواړي په دغه ډول افغان مشران مړه کړي؛ یو وار یې رباني وواژه، اوس یې خالد صاحب ژوبل کړی، باید د دې شوار په جوړښت کې هغه ډول خلک ور ګډ شي؛ چې ټولو ته د منلو وړ وي.”
خو دا لومړی وار نه دی، چې د وسله والو طالبانو د سولې پیغام راوړونکي کسان لوړپوړي افغان حکومتي چارواکي په نښه کوي.
د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رییس برهان الدین رباني هم د هغه کس له خوا په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو، چې د طالبانو د سولې پيغام یې راوړی و.
افغان حکومت هغه وخت له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې بندې کړې، خو دا ځل لا تر اوسه حکومت په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
راپور: معصوم میوند