د کارنیګې انډاومنت د تحقیقاتي مرکز خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې "په افغانستان کې صرف ټاکل شوي ارقام نشته" تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
دې مطلب کې هغو سروې ګانو ته اشاره شوې ده؛ چې په دې وروستیو کې تر سره شوې دي او په کې داسې ارقام لیدل کیږي؛ چې ګواکې خلک له حالاتو خوښ دي او یا د دې برعکس.
خپرونې لیکلي دا سروې ګانې په داسې شرایطو کې جوړیږي؛ چې نشي کیدای د هغو پر صداقت باور وشي. په ځینو سروې ګانو کې لیدل کیږي؛ چې افغانان ډیر خوښ دی حال دا چې دوی نن له بل هر وخت څخه ډیر له ګواښونو سره مخامخ دی.
داډول برداشت په څرګنده توګه بې مانا دی، خو خپرونه لیکلي دا نظر پوښتنې نه شي کولی په سمه توګه د دې سیمو د اوسیدونکو استازیتوب وکړي.
د کارنیګې انډاومنت په باور په دې سروې کې ډیرې ستونزې شته. له هغې ډلې ځیني سروې ګانې په خپله په هماغو دفترونو کې چې باید سروې ترسره کړي؛ بشپړیږي او مسوولین د میز تر شاه ناست وي او فورمې ډکوي او بیا داسې ښیي، چې ګواکې خلکو د هغوی پوښتنو ته ځواب ویلی دی.
علاوه پر دې ځینې لوړ رتبه مسوولان هغو کسانو ته چې سروې تر سره کوي وایي؛ چې په ځانګړي توګه څنګه خپل نظر په دې سروې کې منعکس کړي.
خپرونه زیاتوي په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په داسې حساسو شرایطو کې امریکایي پالیسي جوړونکو ته په کار نه دی؛ چې خپلې پریکړې دا داسې بې اساسه اټکلونو په اساس وکړي؛ بلکې باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره یوه واقعي او عملي ستراتیژي جوړه کړي او پرېنږدې، چې دا ډول په ظاهره هیله بخښونکې فکرونه د کار د پیل ټکی وي.
فاننشل ټایمز په خپلې وروستي ګڼه کې د پاکستاني مبصر احمد رشید په قلم مقاله خپره کړې ده؛ چې سرلیک یې دی "د منځني اسیا لویې لوبې کړکیچ رامنځ ته کړ".
احمد رشید لیکلي، شپاړس کاله مخکې کله چې طالبانو کابل ونیوه؛ د منځني اسیا په هیوادونو کې داسې هیجان پیدا شو؛ چې ګواکې طالبان به خپل اسلامي امارت ټولې سیمې ته وغځوي او په داسې حالت کې روسیې او چین اقدام و کړ او په منځني اسیا کې یې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره تړونونه لاسیلک کړل.
په دوه زره لومړي کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شته والی هیجان رامنځ ته کړ او اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي روسیه وروسته له دوه زره څوارلسم کاله په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډې مخالفت کوي او د بې پیلوټه الوتکو او په افغانستان کې د پوځي روزونکو شتوالی ته اندیښمنه ده.
خو احمد رشید په فاینشل تایمز کې په خپلې خپرې شوي مقالې کې لیکلي، د ماسکو او واشنګتن تر منځ په افغانستان کې د قدرت د توازن په اړه د هیجان سره دا هیواد مرکزی اسیا ته هیڅ کوم ګواښ نه پیښوي. بلکې د بحران د زیاتیدو دلیل په دې هیواد کې سیاسي، اقتصادي او ټولیزې ستونزې، همدا شان د طبي او تعلیمي مسایلو په ارتباط مشکلات او په دې هیواد کې د مستبدو مشرانو شته والی دی.
خو احمد رشید لیکلي، یو وار بیا لویه لوبه دوام لري او روسیه او امریکا دواړه دا ستونزه له نظره غورځوي.