د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۱

د افغان ځواکونو تلفات زيات شوي


په افغانستان کې د افغان ځواکونو د تلفاتو شمير په تيرو څو مياشتو کې لوړ شوي دي خو افغان پوځي چارواکي دا د ځواکونو د کمزوري نښه نه ګڼي او هيله لري چې په دوه زره څوارلسم کال کې به افغانان د ټول افغانستان امنيتي چارې په غاړه واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند وايي چې د کمزوري يوازينۍ برخه هوايي ځواکونه دي، چې له امريکا سره په دې برخه کې خبرې روانې دي او واشنګتن د يونيم سل الوتکو د سپارلو ژمنه هم کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د وياند جنرال ظاهر عظيمي څرګندونې مو اوريدې، چې د دوشبنې په ورځ يې له کابله په بروکسل کې د ويډيو کنفرانس له لارې د افغان ځواکونو د ستونزو او لاس ته راوړنو په اړه کولې.

د افغان ځواکونو تلفات روان کال زيات شوې دي، خو بل لور ته د بهرنيو عسکرو د مړينې کچه د دوه زره دولسم کال له نيمايي راهيسې ورو ورو کمه شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له کابله د ويډيو کنفرانس له لارې په بروکسل کې د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، له تير يوه کال راهيسې، چې په افغانستان کې د پنځه اويا فيصده خلکو امنيت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی د افغان پوليسو او عسکرو تلفات زيات شوې دي:

«په تيرو مياشتو کې مو هره مياشت شاوخوا يوسل و لس عسکر وژل شوي او شاوخوا دوه سوه هم پوليس وژل شوې دي او علت يې هم دا دي چې د عملياتو مشري اوس افغانان کوي يو بل علت يې هم ماينونه دي چې افغانان د ماين د ساتني او خنثي کيدو هغسې وسايل نه لري چې بهرني عسکر يې لري.»

په اوسط حساب هره مياشت د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر درې سوو ته رسيږي او جنرال عظيمي دا مړينه د کمزوري نښه نه ګڼي:

«دا په حقيقت کې د افغانستان د ملي ځواکونو پياوړتيا ښيي، چې د عملياتو مشري کوي او پخپله اتيا فيصده عمليات پرمخ وړي.»

جنرال عظيمي زياتوي چې د طالبانو د مخامخ جګړې توان ډير کمزوري شوي دي د همدې لپاره يې ماينونو ته ډيره مخه کړې ده.

بل لور ته په افغانستان کې د روان ميلادي کال له نيمايي راپه دې خوا د بهرنيو ځواکونو د مړينې شمير لږ شوي دي. خو له افغانستانه روان کال شاوخوا څلويښت زره بهرني پوځيان وتلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چاروکي ډاډه دي چې په دوه زره څوارلسم کال کې به افغان ځواکونه وکړاي شي چې د افغانستان امنيتي چارې په غاړه واخلي خو د هوايي ځواک په برخه کې انديښنې شته.

جنرال عظيمي وويل افغانستان تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هوايي ځواک ته سخته اړتيا لري، څو د مځکنۍ ځواکونو ملاتړ وکړي او د افغانستان هوايي قلمرو له دښمنانو وساتي. جنرال عظمي زياته کړه چې په دې برخه کې هم ژمنې
شوې دي او خبرې روانې دي چې دا ژمنې لږ په لنډه موده کې ترسره شي:

«امريکا چې د افغان ځواکونو اصلي تمويل کوونکې ده له موږ سره يوه بله ژمنه هم لري چې تر دوه زره شپاړسم کال پورې يوسل او پنځوس بيلابيل ډولونه الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته ورکړي، که څه هم موږ خبرې روانې کړې دي چې دا موده لږه رالنډه کړي»

بلې خوا ته د ناټو په وينا د افغان ځواکونو په روزنه کې ځنډ راغلي دي. د ناټو له لورې د افغان ځواکونو د روزنې د بهير مرستيال تورن جنرال جيم فيرون وايي، له پلان سره سم پکار دي چې د دوه زره دولسم کال تر پايه درې سوه دوه پنځوس زره افغان ځواکونه وروزل شي چې دې شميرې ته ښايي تر پسرلي پورې ورسوو.
XS
SM
MD
LG