د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

ایساف د مشکوکو مخالفینو نیول د جګړې یوه اړتیا بولي


په افغانستان کې میشت د ایساف ځواکونه وايي؛ دوی به په دې هیواد کې د مشکوکو وسلوالو مخالفینو نیولو ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهوري ریاست یو ځلې بیا د بهرنیو عسکرو له خوا د کسانو نیول او زنداني کول د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول وبلل، ایساف ځواکونه د مشکوکو مخالفینو نیول د جګړې یوه اړتیا بولي.

د ایساف ځواکونو ویاند ګوینتر کټز په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ ایساف باید چې د وسله والو مخالفینو د نیولو په صورت کې هغوی د جګړې له ډګره وباسي:

"تاسو ټول پوهیږئ، چې کله تاسو یو یاغي ونیسئ، نو د دې لپاره چې د جګړې له ډګره یې وباسئ، باید توقیف یې کړئ. ایساف به له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره په ګډه دې ته ادامه ورکړي؛ چې د جګړې له ډګره یاغیان وباسي، دوی به پرې فشار راوړلو ته ادامه ورکړي، دوی به دې ته ادامه ورکړي، چې هغوی د جګړې له ډګره وباسي."

کټز دغه څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د هغې پریکړې په غبرګون کې وکړې؛ چې ویلي یې دي، نور بهرني عسکر په افغانستان کې د کسانو د نیولو او زنداني کولو حق نه لري.

جمهور رییس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت عمومي ریاست ته په دې اړه د تحقیقاتو امر وکړ؛ چې وګوري، بریتانوي ځواکونه خو به په افغانستان کې توقیف ځایونه ونه لري.

افغان حکومت دغه اقدام د بریتانیا د دفاع وزارت د پریکړې په غبرګون کې کړی؛ چې ویلي یې دي، نور به افغان حکومت ته څوک ونه سپاري.

بریتانوي چارواکو د دې کار دلیل په افغان زندانونو او توقیف ځایونو کې د زندانیانو شکنجه بللې ده.

په عین وخت کې جمهور رییس حامد کرزي د زندانیانو د ستونزو د هواري لپاره یو نوی حکم صادر کړی دی.

په حکم کې له نورو مسایلو سربیره لارښوونه شوې چې د زندانیانو د دوسیو د فیصله کیدو بهیر دې ګړندی شي او جنايي پولیس او د استخباراتو مامورين دې په تحقیقاتو کې د شکنجې مخنیوي وکړي.

بل خوا د پوځي چارو یو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم ټینګار کوي؛ چې له بهرنیو ځواکونو سره د زندانیانو پر سرد لانجې د هواري لپاره دې د زندانونو وضعیت ښه شي او د هغوی سره په شویو تړونونو دې له سره غور وشي:

په افغانستان کې د کسانو نیول او بندیانول هغه مساله ده چې د افغان حکومت له امریکا سره هم پرې لانجه روانه ده.

څو ورځې مخکې جمهور رییس حامد کرزي خپل امریکايي سیال بارک اوباما ته په یوه لیک کې د بګرام زندان د مسوولیتونو په بشبړه توګه په سپارلو ټینګار وکړ.

د یکشنبې په ورځ هم د ملي امنیت شورا وویل، د بهرنیانو له خوا د کسانو نیول او زنداني کول د افغانستان د ملي حاکمیت نقض کول دي او افغانان به د ملي حاکمیت د تر پښو لاندې کیدو په صورت کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو اجازه ور نه کړي.
XS
SM
MD
LG