د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د ناټو غړي هېوادونه په بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه کوي


په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي، چې په دې غونډه کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ او هغوی ته د امنیتي مسوولیتونو د ورسپارلو پر موضوعاتو خبرې وشي.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه شي او د ناټو د غړو هیوادونو ترڅنګ د افغانستان؛ جاپان او اروپايي ټولنې استازي هم په کې ګډون وکړي.

د ناټو ملکې ویاند "ډامنیک میډلي" د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغه غونډه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده او د افغان ځواکونو په اړه مهم مسایل به په کې مطرح شي.

“د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د بیلجیم په مرکز بروکسیل کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کوي، چې په کې له افغانستان سره په تړلو مسایلو هم پراخ بحثونه کیږي.

په دې غونډه کې به د افغانستان او د ایساف د پنځوسو غړو هېوادونو استازي هم د روان ماموریت په اړه خبرې وکړي.

په کنفرانس کې به د بهرنیو چارو وزیران افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارلو ته یوه کتنه وکړي او په دې غونډه کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه هم خبري وشي."


د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه داسي وخت جوړیږي، چې ټاکل سوې ناټو خپل پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې پای ته ورسوي او په ۲۰۱۵ کال کې په دې هیواد کې خپل روزنیز ماموریت پیل کړي.

د دې ماموریت په اړه ډیر معلومات نه دي خپاره شوي او دا هم نه ده معلومه چې د ناټو غړي هیوادونه به دې روزنیز ماموریت ته سرتیري ورکړي او که څنګه؟

د دې ترڅنګ راپورونه وايي، چې د ناټو غړي هیوادونه، نړیواله ټولنه او افغان حکومت به په ګډه د افغان ځواکونو د روزني، تجهیز او غښتلتیا لپاره هر کال ۴،۱ میلیارډه ډالره د څلورو کلونو لپاره ورکوي.

خو په افغان حکومت کې پراخ اداري فساد لا هم هغه لویه اندېښنه ده؛ چې نړیواله ټولنه یې د خپلو مرستو په اړه لري.

پوښتنه دا ده، چې د افغان ځواکونو د غښتلتیا لپاره به ۴،۱ میلیارډه ډالره نړیواله ټولنه او که افغان حکومت ولګولي.

د ناټو ملکې ویاند ډامنیک میډلي وايي، چې د دغو پیسو لګولو لپاره یو میکانیزم موجود دی؛ خو په دې غونډه کې به د دغو پیسو پر لګولو بیا هم خبرې وشي.

“څنګه چې ما په خپله اعلامیه کې هم وویل، له افغانستان سره د مرستې کولو داسې میکانیزم جوړ شوی، چې شفاف او اغېزناک به وي.

د ناټو غړو هیوادونو چې له افغانستان سره د ۳،۶ میلیویونه ډالرو مرسته کړې او خپله افغان حکومت هم د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې، چې ټوله ۴،۱ میلیارډه ډالره کېږي، دا مرستې به شفافې وي او پر دې موضوع به ضرور بحث کیږي.

په عین حال کې افغان حکومت په شیکاګو کنفرانس کې ژمنه کړې؛ چې د ښې حکومتدارۍ، د قانون د حاکمیت لپاره به ډیره هڅه کوي او هغه پیسې چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کیږي، په منظم ډول به ولګول وشي.”


په تیرو یوولسو کلونو کې د افغان ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې او ناټو د مرستو سره سره لا هم افغان ځواکونو ته د یوه بشپړ دفاعي ځواک په سترګه نه کتل کیږي.

د پوځي او امنیتي چارو پوهان وايي، چې له افغان ځواکونو سره مرستې پر اساسي برخو نه دي لګول شوي؛ چې له امله یې دغه ځواکونه لا اوس هم وسلې او تجهیزات نه لري او د لا ډیرې روزنې غوښتنه اوس هم کیږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG