د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

محمد اسماعیل د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې نه بریالی ووت


د اوبو او انرژۍ وزیر د ولسي جرګې د غړو ټولو اندیښنو او پوښتنو ته ځواب ووایه او وتوانید، چې د دې جرګې له استیضاحیه غونډې څخه بریالی ووځي.

محمد اسماعیل د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د خپلو کارونو د سم نه ترسره کولو؛ له ایراني شرکتونو سره د دې وزارت د ډیرو تړونونو او د ولایتونو په کچه په کارونو کې د انډول یا توازن د نه ساتلو له امله استیضاح شوی و.

ده د ولسي جرګې د یوشمېر غړو له جدي پوښتنو نه وروسته وویل؛ چې پوهیږي استیضاح یې یوازې د کار په اړه نه بلکې ځینې نور لاملونه هم لري:

"دلته زما د راتګ لامل، زه باور لرم، چې تر ډېره د لړم په لسمه نېټه په هرات کې د جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غونډه او هلته زما د وینا په اړه دی.

دې غونډې یوشمیر وروڼه او خویندې دې ته هڅولي؛ چې له مانه پوښتنې وکړي او زما په کاري برخه کې ځینې نورې پوښتنې هم ورسره یوځای شي."


محمد اسماعیل دغه راز وویل، چې دا مهال د افغانستان په کچه د اوبو د زیرمې او برښنا د تولید پر پنځو مهمو بندونو کار روان دی؛ چې یوازې د یوه بند د جوړولو کار ایرانی شرکت پرمخ وړي.

ده څرګنده کړه، چې دې وزارت پورې مربوط د ډیرو پروژو کارونه د پیسو د نشتوالي او د نا امنیو له امله ځنډیدلي، خو ټینګار یې وکړ، چې د اوبو د زیرمې او برښنا د تولید د لسګونو پروژو سروې شوې ده.

د ولسي جرګې غړو ویل، چې محمد اسماعیل په تیرو کلونو کې د دې وزارت له دېرش فیصدو څخه کمه پراختیایي بودجه لګولې او هغه یې د نظام پرضد پرتبلیغاتو او د غیرقانوني وسلو په ویشلو تورن کړ.

د ولسي جرګې غړي محمد نعیم لالي حمیدزي په دې اړه وویل:

"که ستاسو له خولې دا ډول څرګندونې وځي، چې د نظام پرضد دي او د هرات والي هم تایید کړې، چې په هغه ولایت کې مو د وسلو ویشل پیل کړي؛ ولي او علت یې څه دي.

ستاسو دا کار به افغانستان له بحران سره مامخ نه کړي؟"


دغه راز د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ هم څرګنده کړه؛ چې محمد اسماعیل له کړیو ژمنه سره سره د برښنا د تولید او د اوبو د زیرمه کولو مهم بندونه نه دي جوړ کړي:

"افغانستان باید یو داسې هیواد وي، چې برښنا صادره کړي، خو برخلاف دې هیواد ته برښنا واردیږي.

د دې علت دا دی، چې په دې وزارت کې د برښنا د تولید په برخه کې ظرفیت او کفایت نشته.

دا یو له هغو وزارتونو څخه دی، چې بهرني ډونر یا مرسته کوونکي یې کم دي او تر ډیره د افغانستان پیسې لګوي. دا په خپله یو معضل دی، چې باید ورته ځواب وویل شي."


خو محمد اسماعیل هغه ادعاوې ناسمې وبللې، چې ګوندې په هرات کې یې په غیرقانوني ډول وسلې ویشلي او د نظام خلاف یې خبرې کړي.

ده وویل، د ولسمشرکرزي د حکومت له ملاتړو څخه دی او په هرات کې یې په خپلې کړې وینا کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د خلکو اندیښنوته ځواب ویلی دی.

محمد اسماعیل دا ومنله، چې پر کجکي، کوکچې، کونړ، مچلغو، ګمبیري او د اوبو پرداسې نورو لویو بندونو کار نه دی پیل شوی؛ خو څرګنده یې کړه، چې د دا ډول بندونو جوړول ملیاردونه ډالر، کلونه وخت او ډاډ من امنیت ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې محمد اسماعیل ته د ۱۷۳ وکیلانو له ډلې څخه یوازې څلور دیرش تنو یې منفي رایې ورکړې او په دې توګه دی د دې جرګې له استیضاحیه غوندې څخه بریالی ووت.
XS
SM
MD
LG