د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو چټک وتل


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره د ننګرهار ولایت پر هوايي ډګر د تروریستانو برید او تر ۲۰۱۴ م کال وروسته له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د برتانيې چاب ګارډین ورځپاڼې د جلال اباد پر هوايي ډګر د یکشنبې د ورځې د حملې په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د ځان وژونکو یوې ډلې چې په وسلو او بمونو سمبال وو؛ د افغانستان په ختیځ کې د ناټو پر لویې هوايي اډې برید وکړ؛ چې په نتیحه کې يې پینځه افغانان مړه او یو ګڼمشیر بهرني سرتیري ژوبل شول.

وسله والو طالبانو د دې حملې چې د یکشنبې په سهار وشوه؛ مسوولیت برغاړه اخستی دی.

د ناټو یوه ویاند ګارډین ورځپاڼې ته ویلي؛ برید کوونکي ونه توانیدل، چې د جلال اباد هوايي ډګر ته چې سخت امنیت يې نیول شوي دی؛ ننوځي.

ناټو په دې اړه چې په دې برید کې څو تنه بهرني سرتیري ژوبل شوي دي څه نه دي ویلي.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، چې د جلال اباد پر هوايي ډګر له دې نه وړاندې هم څو ځله وسله والو ډله ییزه بریدونه کړي دي.

په تیره فبرورۍ میاشت کې د افغان دولت وسله والو مخالفانو د جلال اباد د هوايي ډګر دروازې مخې ته په یو موټر بم چاودنې سره پر دې اډې حمله وکړه چې ګڼشمیر ملکي وګړي په کې ووژل شول.

ګارډین لیکي، په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د اکثرو اډو امنیت او د لومړي کمربند د ساتلو چارې د افغان سرتیرو پر غاړه دي؛ دغه راز له اډو څخه د پلنو سمنټي دیوالونو او نورو موانعو له امله برید کونکي نه توانیږي چې د پوځي اډو داخل ته ورسیږي.

د ورځپاڼې په وینا له همدې امله پر دغو اډو باندې د زیاترو بریدونو اکثره قربانیان افغان سرتیري او ملکي وګړي.

لاس ویګاس ژورنال خپرونې بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ژر ایستلو په اړه د کانګریس د سنا د مجلس د غوښتنې په اړه مطلب خپور کړی دی.

خپرونه وايي:

د کانګریس د سنا د مجلس په دې تصویب شوي غیر الزامي لایحه کې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د ولسمشر اوباما له خوا په ټاکل شوې نیټه کې کوم بدلون نه دی راغلی؛ خو له سپینې ماڼۍ غوښتنه شوې، چې ځواکونه دې د ۲۰۱۴ کال تر پایه په زیاتې چټکۍ سره وویستل شي.

لاس ویګاس ژورنال د سناتور جیف مارکلي په حواله لیکلي؛ په افغانستان کې د متحده ایالاتو اهداف د القاعده شبکې د کمپونو اود هغو تروریستانو چې په نیویارک او واشنګټن د یوولسم سپټمبر د حملو مسوول و؛ له مینځه وړل وو او د هغه په وینا واشنګټن دا هدفونه ترلاسه کړي دي.

سناټور مارکلي ویلي، په داسې حال کې چې لوی تروریستي ګواښ په کوم بل ځای کې دی، په افغانستان کې د اویا زرو سرتیرو ساتل بې معنا دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا بیا ویلي؛ چې د افغان ځواکونو د روزنې او د القاعده شبکې د بیا ستنیدو د مخنیوي لپاره باید د پام وړ شمیر امریکايي سرتیري له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتي شي.
XS
SM
MD
LG