د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

پاکستان موافقه کړې، چې د بندي طالبانو يوه بله ډله به خوشې کوي


پاکستان د سخت دريځو وسلوالو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ په هدف د جمعې په ورځ د يوې ډلې طالب بنديانو پر خوشې کېدو موافقه وکړه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د هغه د پاکستانۍ سیالې حنا رباني کهر ترمنځ تر خبرو وروسته دغه اعلان وشو.

دا لا نه ده څرګنده، چې د خوشې کېدونکو طالبانو شمېر به څو وي او ګومان نه کېږي چې د طالبانو د رهبر پخوانى مرستيال ملا عبدالغني برادر دې په خوشې کېدونکو کسانو کې وي، چې په ٢٠١٠م کال کې [د پاکستان له خوا] ونيول شو.

يوه افغان چارواکي د زلمي رسول تر کتنې مخکې د فرانسې خبري اژانس ته وويل، ښاغلى رسول به [له پاکستانه] د ملا برادر په ګډون د نورو طالب بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

خو د پاکستان يوه عالي رتبه امنيتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې د [ملا برادر] د خوشې کېدو په باب ”کومه پرېکړه نه ده شوې“.

د بهرنيو چارو د دواړو وزيرانو د ګډې اعلاميې له مخې دواړو لوريو د اضافي بنديانو پر خوشې کېدو موافقه وکړه او له طالبانو يې وغوښتل چې له القاعده ډلې سره اړيکې پرې کړي.

دا په روانه مياشت کې د افغانستان دويم عالي رتبه هيئت دى چې پاکستان ته سفر کوي او د سولې د هڅو پياوړتيا لپاره د طالب بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

تر دې مخکې د سولې عالي شورا يو هيئت دغه هېواد ته سفر کړى و.

افغان چارواکي په دې عقيده دي، په پاکستان کې بندي طالب مشران که خوشې شي، د سولې خبرو ته د نورو طالبانو په راوستلو کې مرسته کولاى شي او په دې توګه به په ٢٠١٤م کال کې د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځيانو تر وتلو مخکې تر يوې لسيزې اوږده جګړه ختمه شي.

په مارچ مياشت کې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لومړني ارتباطات هغه وخت پرې شول، چې سخت دريځي وسلوال ونه توانېدل خپل پنځه قوماندانان له ګوانتنامو زندان څخه خوشې کړي.
XS
SM
MD
LG