د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۰

نړېوالو ځواکونو "صراف حاجې قاسم" وسله والو ته د پیسو پر لیږد نیولی


نړېوالو ځواکونو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د مالي شبکو د محدودولو د هڅو په ترڅ کې یو لوی صراف نیولی دی.

افغان او ایتلافي ځواکونو وايي، چې دا صراف يه کندهار کې نیول شوی دی.

پر حاجي محمد قاسم تور لګیدلی، چې د وسله والو طالبانو د میلیونو ډالرو معاملې یې ترسره کولې.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، چې حاجې قاسم د پیسو د لیږدولو( د حوالې سیسټم ) کار وبار کاوه او د وسله والو طالبانو لویو قوماندانانو به په دې ډول خپلو وسله والو ته پيسې استولې.

د امریکا د خزانې د وزارت د معلوماتو پر اساس، دا پيسې تر ډيره حده په هلمند کې وسله والو طالبانو ته رسیدې، چې په تیرو یولسو کلونو کې د تروریزم په ضد د جګړې یو عمده ډګر وو.

په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو ویاند دان اینرت په یوه بریښنا لیک کې رویټرز ته ویلي، چې د حاجي محمد قاسم د نیول کیدو خبر تاییدوي.

د ناټو په مشرۍ سوله ساتو ځواکونو په دې ارتباط نور جزیات نه دي ورکړي.

د کندهار د صرافۍ په مارکیټ کې یو شمېر دکاندارانو رویټرز اژانس ته ویلي، چې یو شمېر امریکايي ځواکونه، افغان پولیس او د استخباراتو مامورین ورغلل او حاجي محمد قاسم یې ونیو.

د دې دکاندارانو په وینا، حاجي قاسم د اکټوبر په میاشت کې بیول شوی دی.

د کندهار ښار د صرافۍ بازار مشر حاجي قندي اغا رویټرز اژانس ته ویلي:

(امریکاییان موږ ته نه وايي، چې هغه یې چیرته وړی دی. ټول [صرافان] په دې په قهر دي او نه پوهیږي، چې امریکاییان به بلاخره څه کوي.)

د امریکا د خزانې وزارت پر حاجي قاسم او د هغه د پيسو د لیږدولو پر شرکت (راحت) بندیز ولګاوه.

د امریکا حکومت د هغو افرادو او شرکتونو لست ته، چې د طالبانو د مالي ملاتړ په تور تر بندیزونو لاندې او کنګل شوي، دا نومونه تیره اونۍ ور زیات کړل.

حاجي قاسم د طالبانو لپاره د وسلو او چاودیدونکو موادو په قاچاق هم تورن شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې حاجي قاسم په هلمند کې د وسله والو طالبانو د قوماندان ملا نعیم الله بړیڅ د مالي مرستیال په توګه کار کاوه.

د امریکا د خزانې وزارت د روانې میلادي میاشتې په پينځلسمه نیټه وویل، چې ملا نعیم الله بړیڅ د مخدرو موادو د سترو مشکوکو قاچاق وړونکو څخه دی، چې وسله والو طالبانو یې خبره رد کړه.

خو رویټرز وايي، د امریکا د خزانې وزارت سملاسي د حاجي قاسم د نیول کیدو په اړه څرګندونې ندي کړې.

د دې وزارت چارواکو تیره اونۍ د دې بندیزونو د اعلان لپاره یوه اعلامیه خپره کړه، خو د حاجي قاسم نیول کیدو ته هیڅ اشاره نه وه شوې.

امریکايي چارواکي وايي، چې وسله وال طالبان د پيسو د لیږدولو لپاره د حوالې پر سیسټم ډيره اتکا کوي.

د حو الې سیسټم د افغانستان او پاکستان په شمول په یو شمیر اسلامی هیوادونو کې ډیر چلیږي.

یو شمیر خلک، چې د حوالې په سیسټم کې کار کوي، وايي، چې په غیر ضروري ډول تر فشار لاندې دي، ځکه د وسله والو طالبانو پلویان، د دوي له خبرتیا پرته، د دې سیسټم څخه کار اخیستلای شي.

دوی همدا راز وايي، چې د امریکا د خزانې وزارت د حاجي قاسم په څير خلکو پر ضد د بندیزونو لګولو د مشروعیت ثابتولولپاره هیڅ ډول شواهد نه وړاندې کوي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، چې د حاجي قاسم د حوالې د شرکت د کویټې په دکان کې د طالبانو پينځه لکه ډالر تر لاسه کړي دي.

د کویټې په ښار کې د دې دکان مسول حاجي کلیم هم تر بندیزونو لاندې شوی خو تر اوسه ندي ویل شوي، چې دی به هم د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې حاجي کلیم د خلیج له عربي ملکونو د طالبانو لپاره د پيسو د لیږدولو کار کاوه.
XS
SM
MD
LG