د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

پوځي: پاکستان کې به د ملا برادر، ملا نورالدین ترابي او جهانګیروال د خوشې کیدو غوښتنه وشي


د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري، چې اسلام اباد ته د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې به د پاکستان له زندانونو څخه د یو شمېر نورو طالب چارواکو په خوشې کیدو هم موافقه وشي.

د سولې د عالي شورا د نړېوالو اړیکو د کمیټې مشر حبیب الله پوځي وايي، په دې سفر کې به په مشخصه توګه د ملا برادر، ملا نورالدین ترابي او جهانګیروال د خوشې کیدو غوښتنه وشي.

پوځي همداراز وايي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته هم د طالبانو د ځينو کسانو نومونه سپارل شوې او غوښتنه ترې شوې چې له تور لست څخه دې لرې شي.

هغه د دغو کسانو نومونه وانه خیستل، خو ویې ویل، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني په دې او ځینو نورو مسایلو د خبرو لپاره نیویارک ته تللی.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن ژمن له ښاغلي پوځي سره په دې اړه مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG