د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ایران: په ترکیه کې د "پټریټ" توغندي نصبول په سیمه کې ستونزې زیاتوي


ایران وايي، ترکیه په نظر کې لري، چې د "پټریټ" په نامه هوایي مدافع توغندي سوریې ته نیژدي د دې هیواد په سرحد کې ځای پرځای کړي. ایران وایي، چې دا کار به په سیمه کې ستونزي ډیرې کړي په تیره، چې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه دا ویره شته چې سرحدي سیمو ته به ورسي.

ترکیې له ناټو څخه د پټریټ د سیسټم غوښتنه کړې، چې د الوتکو او توغندیو د کشف او شنډولو لپاره ډیزاین شوی دی. دا غوښتنه تیره اونۍ تر هغه وورسته وشوه؛ چې ترکیې په خپلو نهه سوه کیلومتره پولي کې د امنیت د پیاوړتیا په اړه له ناټو سره خبرې وکړي.

رویترز د ایران د دولتي خبرې اژانس ایرنا په حواله لیکلي؛ د ایران د پارلمان مشر علی لاري جاني له سوریې، لبنان او ترکیې څخه تر سفر وروسته خپل هیواد ته د راستنیدو پرمهال وویل؛ په سیمه کې د داسې یوه سیسټم نصبول ناوړه اغیزي لري او ستونزي به لا زیاتې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، رامین مهمانپرست د ایران د محصلینو خبري اژانس ایسنا ته ویلي؛ د پټریټ د سیسټم نصبول به نه یواځې دا چې په سوریې کې د حالاتو او ستونزو په حلولو کې مرسته ونه کړي بلکه دا به حالات نور هم سخت او پیچلې کړي.

ایرن په سوریې کې د شلو میاشتو راهیسې د ولسمشر بشارالاسد د واکمني پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې په خلاص زړه د بشار الااسد څخه ملاتړ کوي.

سوریې بیا د ترکیې له خوا د پټریټ توغندیو غوښتنه پارونکې بللی او روسیې وایي، دا عمل کولی شي، چې لانجې لا ډیرې کړي.

ترکیه په خپلو سرحدي سیمو کې د امنیت په اړه اندیښمنه ده او ویره لري؛ چې ممکنه ده د سوریې پوځ د یاغیانو پر ضد جګړو ته زور ورکړي؛ چې د دوی یو شمیر کسان دننه په ترکیې کې خوندي شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اغلو د یکشنبي په ورځ وویل؛ هیڅوک باید د پټریټ د استعمال له امله اندیښنه ونه لري:

"دا لکه څنګه چې له اوله ناټو ته زموږ له غوښتنې څرګنده وه؛ یو دفاعي سیسټم دی. هیڅ کوم هیواد په خاصه توګه روسیه دې ته مجبوره نه ده؛ چې پر دې مسالې اندیښنه څرګنده کړي.

ترکیه له سوریې سره نهه سوه لس کیلومتره پوله لري؛ چې اوسمهال په کې سختې شخړې کیږي. دا ټول اقدامات زموږ د ملي ظرفیت په نظر کې نیولو سره د خپل امنیت لپاره کیږي. روسیه په دې ښه پوهیږي، چې دا یو دفاعي سیسټم دي."


داود اوغلو چې له "سي. اېن. اېن" سره په مرکې کې هم ورته خبرې کړي دي او ویلي یې دي، چې دا یواځې یو دفاعي میکانیزم دی او تر هغه به فعال نه شي؛ څو چې د هېواد امنیت ته یې کوم تهدید نه وی متوجه شوی.

داود اوغلو وايي، د دې اقدام هدف د کړکیچ پرمهال تر ممکنه حده د ترکیې د سرحدونو ساتنه ده. دی وايي دا توغندي به هر هغه مهال چې د ترکیې امنیت ته خطرونه رفع شول بیرته ناټو ته ورکړاي شي.
XS
SM
MD
LG