افغان او امریکایي چارواکي وایي، هڅه کوي، چې په مخدرو موادو د روږدو درملنه نوره هم منظمه او پراخه کړي.
دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د روږدو د درملنې څلورم مرکز هم پرانیست.
له مخدروموادو سره د مبارزې وزیر ضراراحمد مقبل وویل؛ پلان لري، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په ټول هیواد کې د روږدو د درملنې امکانات دیرش فیصده زیات کړي:
"د مخدرو موادو پر ضد دمبارزې وزارت د "ای، این، ایل،" له دفترسره ګډ کار کوي. مرسته د امریکا سفارت له خوا شوې.
غواړو د پلان سره دروږدو درملنه پراخه کړو، د هلمند او ننګرهارپه ولایتونو د مزکرونو جوړول پیل شوی دی.
تصمیم لرو په هیواد کې د روږدو درملنه په سلو دېرش فیصده پراخه کړو."
د ځینو افغان او بهرنیو موسسو د سروې له مخې په افغانستان کې په مخدرو موادو دروږدو شمیر څه باندې یومیلیونو تنو ته رسیدلی؛ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
ښاغلي مقبل وویل، په وروستیو څو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت او په هیواد کې دامریکا سفارت په مرسته، توانیدلی چې، په ټول هیواد کې د څه باندې شل زور روږدو درملنه وکړي.
داهڅې په داسې حال کې کیږي، چې ویل کیږي، په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راغلی خو تولید یې کم شوی دی.
د افغانستان لپاره دامریکا په سفارت کې د قانون د تنفیض د چارو مشر "ټام اوشک" انديښته وښوده، چې په دې هیواد دروږدو شمیر له یوې نه بلې ته زیاتیږي.
ده وویل، تراوسه یې په افغانستان کې د روږدو د درملنې له دېرشو مرکزونو سره مرستې جاري دي او ژمنه کوي، چې په دې لاره کې به نورې مرستې هم وکړي:
"د امریکا متحد ایالات او په تیره په سفارت کې د قانون د تنفیض دفتر، دروږدو د درملنې او په دې لاره د نورو مرستو ژمنه کوي؛ دا د دې لپاره چې په دې هېواد کې د روږدو شمیر زیاتیږي او هڅه له افغان مربوطو ادارو سره په ګډه ستونزه کمه کړو."
د دې مرکزپلانونه د «کولمبو پلان» د موسسې له خوا پرمخ بیول کیږي.
د ملګرو ملتو سازمان له مخدرو موادو سره د مبارزې اداره وایي؛ افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدرو موادو د تولیدونکو هیوادونو دلست په سر کې دی.
د چارو پوهان وایي، په هیواد کې د کار نشتوالی، اقتصادي ستونزې، ټولنیزې ناخوالې او ناامنۍ د دې سبب شوي چې، د روږدو شمیر په کې زیات شي.
دوی وایي، حکومت ته په کار ده، چې د دې مبارزې د پراخولو لپاره د نړیوالې ټولنې لامرستې جلب کړي او د روږدو د درملنې ترڅنګ خلکو ته د کار او هوسا ژوند زمینې برابرې شي.
راپور:خان محمد سیند