د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

په کوټه کې د پوځ پر یوه موټر بريد شوی


په کوټه کې پوځي سرتېرو پر يوه موټر بمي بريد شوى، چې تر اوسه پورې په کې د پينځو تنو د وژل کېدو او پينځلسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په کوټه کې ډاکټرانو په حکومتي او هر ډول شخصي روغتونونو کې د کار نه کولو اعلان کړى او د چاودنې ټپيان نظامي روغتون ته انتقال شوي دي.

د چارشنبې په ماسپښين د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته پر سمنګلۍ سړک باندې د پنج فوټي په سيمه کې د ملېشه ځواکونو پر يوه موټر باندې بمي بريد وشو، چې په نتيجه کې يې لسګونو تنو ملېشه سرتېرو او ملکې خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

پوليس وايي، چاودنه د ملېشه سرتېرو يوې امنيتي پوستې ته نيژدې د ګزمه کوونکېو ملېشه سرتېرو پر موټر باندې شوې ده چې وايي پينځلس کېلوګرامه چاودېدونکې مواد په يوه ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودل شوي دي.

تر اوسه پورې پکې د پينځو تنو د وژل کېدو او پينځلسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى. د اېدهي مرستندويې ادارې يو کارکوونکى بابول خان په چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو په اړه وايي:

"موږ لس ټپيان او پينځه تنه مړي د چاودنې له ځايه پورته کړل او نظامي روغتون ته مو و رسول، ځکه بي ايم سي او سول حکومتي روغتونونه تړلي دي. په وژل شويو کې درې تنه پوځي سرتېري او دوه تنه عام خلک وو او په ټپيانو کې هم څو ملېشه سرتېري او نور عام خلک وو."

په چاودنه کې ټپي کسان په سمدستي توګه نظامي روغتون ته يووړل شول، چې په هغوى کې د څلورو تنو حالت نازک ښوول شوى دى. د وروستيو مالوماتو له مخې په چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر اوو تنو ته رسېدلى او شاوخوا شل تنه ټپيان دي.

د کوټې ښار د انتظامي چارو مسوول چارواکى قمبر دښتي وايي د محرم د اوومې ورځې د عاشورا د جلوسونو د را وتلو په خاطر يې په ښار کې سخت امنيت نيولى وو، خو بيا هم پر امنيتي چارواکېو چاودنه وشوه:

"دا چاودنه په شهباز ټاون کې شوې ده، چې مالومېږي هدف يې د ګزمه کوونکېو امنيتي سرتېرو موټر وو، د پېښې قربانيان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي، ملکې روغتون ته مو هم ټپيان انتقال کړي دي، که څه هم ډاکټرانو احتجاج کړى او کاربنديز يې اعلان کړى، خو له هغوى مو غوښتنه وکړه چې د انسانيت په خاطر د ټپيانو درملنې ته راشي"

که څه هم پوليس او نور چارواکې وايي چې چاودنه د ګزمه کوونکېو ملېشه سرتېرو پر موټر شوې، خو د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبر حسين دراني رسنيو ته په خبرو کې وويل بمي بريد د پوځي سرتېرو پر موټر باندې شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په کوټه کې د تښتول شوي ډاکټر سعيداحمدخان د تښتونې په خلاف ډاکټرانو په ټولو حکومتي او شخصي روغتونونو کې بشپړ کاربنديز اعلان کړى او نن يې په يوه غونډه کې پرېکړه کړې چې تر څو پورې يې تښتول شوى ډاکتر را خوشي نه شي او حکومت په راتلونکې کې د ډاکټرانو د امنيت غم ونه خوري، روغتونونو ته به ور نه شي او احتجاج به يې دوام ولري.

د چاودنې مسووليت په سمدستي توګه کومې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې پر ملېشه ځواکونو په وار- وار بريدونه شوي چې د اکثرو مسووليت خپلواکې غوښتونکېو بلوخو سازمانونو پر غاړه اخيستى دى.


بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG