د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

"افغان حکومت باید د مجرمانو اعدامول بند کړي"


جمهور رئیس حامد کرزي وروسته له هغې د شپاړلسو کسانو د اعدام حکم توشیح کړ، چې د افغانستان دریو محاکمو د مجرمانو د اعدام حکم تائید کړ.

خو د بشري حقونو د څارنې سازمان وایي، افغان حکومت باید د اعدامونو دا یو دم زیاتوالی بند کړي او د نورو اعدامونو اجراکولو ته باید مهلت ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي وایي، کوم اعدامونه چې د افغانستان د اساسي قانون د احکامو پراساس د محاکمو له خوا تر سره کیږي، په ټولنې کې د عدالت پلي کیدو ته لار خلاصوي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند په یوې اعلامیې کې ادعا کړې، چې افغان حکومت د دې اعدامونو په لړ کې یو شمېر طالب سیاسي بندیان اعداموي او په نړېوالو سازمانونو یي غږ کړی، چې د دې ډول اعدامونو مخه باید ونیسي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري دا خبره ردوي او وایي، اعدام شوي کسان د طالبانو د ډلې کسان نه، بلکه مجرمان دي:

“ هغه اته کسان چې اعدام شول، هغوي د طالبانو د ډلې کسان نه وو، بلکه دوي اکثره غله او سړی تښتوونکي وو. دوي په غلا کولو سربېره د خلکو په نوامیسو هم تیری کاوه.

دوي په ماشومانو باندي له جنسي تېریو وروسته هغوي وژل. پدي اتو کسانو کي د طالبانود ډلې هیڅ غړی ندی شامل”.

ښاغلي نظري د نورو اتو کسانو په اړه چې اعدام ته برابر شوې، وویل د هغوي لیست تر اوسه لوي څارنوالۍ ته ندی رسیدلی او فکر نه کوي چې په هغو کي دي هم د طالبانو غړي شامل وي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسي کله نا کله مجرمان د قتلونو او زنا په جرم د اسلامي شریعت پر اساس اعدام شوې دي.

په ۲۰۰۴ کال کې د عبدالله شاه پنامه یو مجرم اعدام شوی و. د ۲۰۰۷ کال اکتوبر میاشت کې ۱۵ کسان او په ۲۰۰۸ کال کي اوه کسان په ‌ډزو سره اعدام شوي وو.

تېر کال د طالبانو دوه کسان چې د کابل بانک په یوې څانګې کي یي ۳۸ کسان په ډله اېز ډول وژلې وو، اعدام شول.

د نړیوالې عمومی بخښنې سازمان (امنیستي انټرنشنل) وایي، په افغانستان کي شاوخوا ۲۰۰ کسان اعدام ته برابر شویدي.

ددي سازمان د آسیا – پاسفیک د څانګې د رئیس مرستیال پولي تروسکاټ وایي: اعدامونه باید د سیاسي هدفونو په مقصد تر سره نشي .

تروسکات وایي، دوي له جمهور رئیس کرزي څخه غوښتې چې په افغانستان کي اعدامونه باید سمدستي بند کړي.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیي ماموریت هم په افغان حکومت غږ کړی چې د اعدامونو په سزا کې دي بدلون راولې او ټولو اعدامونو ته دي مهلت ورکړي.
XS
SM
MD
LG