د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د کابل په وزیراکبرخان کې ځانمرګی برید شوی


د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان سیمې په لسم سړک کې نن سهار یوې ځان وژونکې حملې دوه تنه ووژل او درې تنه یې ټپيان کړل.

د کابل د امنیې قومندان جنرال محمد ایوب سالنګي د پیښې په ځای کې خبریالانوته وویل، چې حمله کوونکی هدف تر رسیدو مخکې ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول:

"مخکې تر دې چې ځان وژونکی حمله وکړي، د امنیتي ساتونکو له خوا ووژل شو، چې په نتیجه کې دوه تنه ساتونکي مړه او یو بل یې ټپي شو او د دفاع وزارت د یوه موټر دوه سپرلي، چې له سیمې د تیریدو په حال کې و، د ښیښو د ماتیدو له امله سطحي ټپيان شول."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسئولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دې حملې هدف په سیمه کې د امریکا یو استخباراتي مرکز و.

ددې پیښې د نورو جزیاتو په اړه د کورنیو چارو د وزارت له ویاند سره زموږ مرکه هم واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG