د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

بان کي مون په غزه کې د عاجل اوربند ټینګېدو غږ وکړ


بان کي مون
بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون نن په غزه کې د عاجل اوربند د ټينګیدو غږ وکړ.

نن په سیمه کې د حماس پر ضد د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو اوومه ورځ ده.

بان کي مون نن په قاهره کې د عربي ټولنې له مشر نبیل العربي سره وکتل .

ده په قاهره کې وویل:

"زه دلته، شخصا، د تشدد د پای ته رسیدو غوښتنه کوم او د اوربند د ټینګولو لپاره د روانو هڅو سره مرستې ته تیار یم."

بان کي مون همدا راز خبرداری ورکړ، چې د ځمکې له لارې د اسراییل عملیات به په سیمه کې د خطرناک بحران سبب شي:

"د دې بې مفهومه تشدد په ترځ کې ماشومان مري، کورنۍ وژل کیږي. یو وار بیا، فلسطینیان اواسراییلیان د بلې هوايي حملې په ویره اوسي. دا باید پاي ته ورسیږي.

ټول باید د تشدد د لا پراختیا د مخنیوي لپاره عاجل ګامونه واخلي. په دې کې د ځمکې له لارې د عملیاتو مخنیوي هم شاملیږي، چې یوازې د لا زیاتې تراژيدۍ سبب ګرځيدلای شي."


د سپينې ماڼۍ چارواکو نن اعلان وکړ، چې جمهور رییس اوباما به ډير ژر د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن سیمې ته واستوي.

میرمن کلنټن د ولسمشر اوباما سره کمبوډیا ته تللې، خو نن به د منځني ختيځ په لور حرکت وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره سبا په بیت المقدس کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ګوري.

دا به په رام الله کې د فلسطیني ادارې له رهبرانو او په قاهره کې د مصر له چارواکو سره هم خبرې وکړي.

واشنګټن ټينګار کړی، چې اسراییل له غزې د راکټي حملو د مخنیوي او د ځان د دفاع حق لري، دوی یې ملاتړ کوي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ ویلي، چې پرون او نن یې په غزه کې تر سلو زیات اهداف ویشتي دي؛ چې په هغه کې د وسلو ډيپوګان او د وسله والو مرکزونه شامل دي.

په غزه کې د حماس وسله والو هم د تیرې شپې په ترځ کې پر اسراییل لږترلږه شل راکټي حملې کړې دي.

رپوټونه وايي، چې یو سلو لس فلسطینیان، چې ۲۷ ماشومان هم په کې شاملیږي په دې تشدد کې وژل شوي دي.

اسراییل د تیرې چهارشنبې په ورځ کې په غزه کې پوځي عملیات پيل کړل.

له هغه راهیسې درې ملکي اسراییلیان هم وژل شوي دي.

په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات، د حماس د وسله والو د راکټي حملو په ځواب کې پيل شوي دي.
XS
SM
MD
LG