د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

ګلوبل ویټنس: د مس عینک کان تړون باید خپور شي


Global witness
Global witness
د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت دا ارزیابي کوونکې اداره انتقاد کوي؛ چې د کانونو وزارت ولې په تیرو څلورو کلونو کې د مس عینک د کان د را ایستلو تړون نه دی خپورکړی.

د ګلوبل ویټنس په نوم دې نړیوالې ادارې په دې هکله یو څیړنیز راپورهم خپور کړ؛ چې تر ډېره د افغانستان د کانونو د را ایستلو په تړونونو کې پرشفافیت په کې انتقادونه شوي.

د دې ادارې یوې غړې جومن کابا خبریالانو ته وویل؛ چې د چین له "اېم. سي. سي" کمپنۍ سره د مس عینک د کان د را ایستلو تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې لاسلیک شوی، خو د دې تړون جزییات لا تراوسه هم نه دي خپاره شوي.

دې غوښتنه وکړه، چې د دې لویې اقتصادي پروژې په اړه باید عام خلک او مدني ټولنې بشپړ معلومات ولري او د څارنې لپاره یې یو ښه میکانیزم رامنځ ته شي:

"د مس عینک کان تړون باید خپور او خلکو ته وړاندې شي، باید ټول اقتصادي مسایل یې په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې موجودې اندیښنې او پوښټنې ځواب کړي.

بل وړاندیز دا دی، چې باید د دې کان د تړون په اړه له سیمه ییزو خلکو او ارګانونو سره سلا مشورې وشي او د څارلو لپاره یې لازم سیسټم او پروسه رامنځ ته شي.

د څارلو په برخه کې یې د افغانستان مدني ټولنې اصلي او مهم رول لوبولی شي."


افغانستان په تیرو یوولسو کلونو کې د دوه سوه یوولسو وړو، منځنیو او لویو کانونو د را ایستلو تړونونه د بیلا بیلو هیوادونو له کمپنیو سره لاسلیک کړي؛ چې ترټولو لوی یې د مس عینک د کان د را ایستلو تړون دی.

د دې مهمې اقتصادي پروژې تړون د کانونو وزارت او د چین د "اېم. سي. سي" کمپنۍ ترمنځ د شوې موافقې له امله لا تراوسه هم نه دی خپور شوی، د افغانستان د شفافیت د څارونکې ادارې له خوا هم له دې امله انتقاد وشو.

د دې ادارې رییس یما ترابي څرګنده کړه، چې د مس عینک د کان را ایستل د لوګر او کابل اوبه کموي، د لوګر چاپیریال ته زیان رسوي او له امنیتي پلوه هم نوموړی ولایت له ګواښونو سره مخامخ کوي؛ خود ده په خبره په دې اړه لاتراوسه خلکو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کانونو وزارت د پالیسۍ ریسې غزال حبیبیار دا ستونزې مني؛ خو وایي، چې د مس عینک د کان په تړون کې دې مسایلو ته په جدي توګه پاملرنه شوې.

دې وویل، چې د چین له "اېم. سي. سي" کمپنۍ سره خبرې شوې او ډیر ژر به د مس عینک د کان تړون د دوی له خوا په جزییاتو خپور شي:

"د مس عینک د کان د تړون د خپریدو په اړه له ډیرو مکتوبونو وروسته چینایۍ کمپنۍ په شفاهي توګه رضایت وښود؛ چې دا دې چاپ شي.

موږ اوس دې ته په تمه یو، چې دوی خپل رضایت په لیکلي او رسمي بڼه موږ ته را ولیږي.

د مس عینک د اصلي تړون ترڅنګ نور ضمني تړونونه هم شته لکه د اورګاډي، د برښنا د تولید او داسې نور چې هغه به هم خپاره شي او تاسو به یې وګورئ."


د مس عینک کان د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لري او د افغانستان په تاریخ کې ترټولو لویه پروژه او ستره پانګونه بلل کیږي.

د دې کان پر را ایستلو د چین "اېم. سي. سي" کمپنۍ کابو څلور ملیارده ډالره پانګه اچوي او افغانستان ته به هرکال له دې کان څخه شاوخوا څلورسوه ملیونه ډالرګټه ورسیږي.

که څه هم ویل کیږي، چې د دې کان د را ایستلو لپاره لومړني کارونه دوام لري او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به یې د را ایستلو چارې په عملي توګه پیل شي؛ خو دا راپورونه هم شته چې نا امنۍ او نورې ستونزې د دې مهمې اقتصادي پروژې د کار مخه یوڅه ډپ کړې ده.
XS
SM
MD
LG