د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

مه کوه پر چا چې وبه شي پرتا


ملي باور ورځپانې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، د طالبانو د کوټې شورا موافقه کړې چې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي د کوټې شورا وروسته له هغې دا پریکړه کوي، چې اسلام اباد ته د سولې د عالي شورا د پلاوي د سفر په نتیجه کې یې یو شمېر کسان د پاکستان له زندانونو ازاد شول.

په مطلب کې په دې اړه د طالبانو د تحریک د پوه پخواني مسئول محمد اکبراغا نظر هم راخیستل شوی چې ویلي یې دي، که د کوټې شورا په یووالي سره په خپل دریځ کې بدولن راوړي وي، دا به د سولې لپاره مهم ګام وي.

ملي بارو د پاکستانیو ورځپانو په حواله لیکلي، د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شویو طالبانو ته افغاني پاسپورټونه هم ورکړل شوي دي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې هم په همدې مسئلې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، د طالبانو د څلورویشتو مرکچیانو نومونه له تور لیست څخه ایستل کیږي.

په مطلب کې راغلي افغانستان، پاکستان او امریکا دغه کسان چې د سولې په برخه کې رول لوبولی شي، تشخیص کړي او نومونه به یې له تور لست څخه لرې شي.

د خدمتګار د سرمقالې سرلیک دی: مه کوه پر چا چې وبه شي پرتا.

خدمتګار لیکلي په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوونکی خپله د جهاد نښه وګرځیده.

خدمتګار لیکلي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر قاضي حسین په خپلو فتواو د افغانستان په ورانولو کې برخه لرلې ده، چې تیره ورځ په خپله له ځان وژونکې حملې روغ ووت.

محور:

محور ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وضعیت څیړلی چې سرلیک یې دی، د ملکې وزارت.

د مطلب لیکوال ادعا کړې چې د عامې روغتیا وزارت په چارو کې د جمهور رئس حامد کرزي میرمن مداخله کوي.

محور لیکلي د جمهور رئیس میرمن د عامې روغتیا وزارت کې خپله یوه ټولګیواله د مرستیالې په توګه ټاکلې او هغې د خپلو ټولګیوالو د حاکمیت یوه دایره رامنځ ته کړې.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د خپلې ننۍ ګڼې په غټ سرلیک کې د جمهور رئیس د ویاند خبره راخیستې چې ټینګار یې کړی، ژر تر ژره دې د بګرام زندان مسئولیت په بشپړه توګه افغان لوري ته وسپارل شي.

ورځپاڼې په دې اړه د یوه سیاسي کارپوه عبدالستار سعادت نظر راخیستی چې ویلي یې دي، د بګرام پر سر د جنجالونو اصلي علت له امریکا په شوې موافقې کې د ځینو اصطلاحاتو ګونګوالی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله له جغرافیايي پلوه د افغانستان په اقتصادي ارزښت تبصره کړې.

هیواد لیکلٍي نور باید د افغانستان اقتصادي ارزښت د سیاسي اهدافو ښکار نشي.

ورځپاڼې لیکلي افغانستان د سیمې لپاره د یوه ستر اقتصادي مرکز او د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د پل حثییت لري، خو سیاسي لوبو او اهدافو یې دغه ارزښت تر پښو لاندې کړی.

په سرمقالې کې هیله ښودل شوې چې وروسته له دې په افغانستان کې د سیاسي ناندریو او شخړو پر ځای په سیمه کې ددې هیواد اقتصادي رول پیاوړی وشي.
XS
SM
MD
LG