د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

نتنیاهو: اسراییل چمتو دی چې پر غزې خپل عملیات پراخ کړي


د اسراییلو صدراعظم بینامین نیتانیاهو وایي، اسراییل چمتو دی چې د حماس ترکنټرول لاندې غزه کې د سخت دریځو وسله والو پرضد عملیات په زیاته اندازه پراخ کړي.

د اسراییل کابینې ته نیتانیاهو دا څرګندونې نن په داسې حال کې وکړې؛ چې اسراییل د پرله پسې پنځمې ورځې لپاره د غزې پر ساحلي سیمو بریدونو ته دوام ورکوي.

د اسرایل په زرګونو عسکرد ټانکونو په ملګرتیا پرغزې د احتمالي ځمکنیو عملیاتو د پیلیدو لپاره د غزې له پولې سره ځای پرځای شوي دي.

نیتانیاهو وویل، د اسرایل د پوځ دفاعي عملیاتو د غزې د میزایلو قابلیت ته سخت زیات رسولی دی.

"د اسراییل پوځي ځواکونو په غزې تړانګه کې په له زرو زیاتو تروریستي هدفونو باندې حملې کړي او اوس هم عملیاتو ته دوام ورکوي.

په دغو عملیاتو کې هغو وسلو ته چې هدف یې اسرایل دی، عامیلینو او هغو کسانو ته چې دغه وسلې استوي، سخت زیان رسیدلی دی. حماس او نورې تروریستي ډلې به د دې سخت قیمت ورکړي او د اسراییل دفاعي ځواکونه چمتو دی چې دغه عملیات زښت زیات پراخ کړي."


د راپورونو له مخې د اسرایل پوځ نن یکشنبې هم په لسګونو حملې ترسره کړي دي.

په غزه کې د رسنیو دوه ودانۍ، چې یوه د حماس د ټلویزیوني شبکې او بله په یوې بهرنۍ شبکې پورې مربوطه ده؛ په نخښه شوي دي.

د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې یوشمیر خبریالان ټپي شوي دي.

د ایران پرس ټلویزیوني شبکې ویلي، چې په غزه کې یې پردفتر دوه ځلې برید شوی دی.

د اسراییل پوځ وایي، د بریدونو هدف یې هغه انتنونه وو؛ چې حماس له خپلو وسله والو سره د ارتباط په توګه ترې کار اخلي.

دغه راز د اسراییل پرلورې هم د درې توغندیو د توغول کیدو ویل شوي دي.

په تلبیب کې د څلورمې ورځې لپاره د توغندیو د خطر زنګ وهل شوی؛ د اسراییل پولیسو وویل، دوه توغندي چې هدف یې د اسرایل د سوداګرۍ مرکز و، د توغندیو دفاعي سیسټم شنډ کړي دي.

فلسطیني چارواکې وایي، چې د اسراییل د عملیاتو له پیل راهیسې له پنځوسو زیات فلسطینینان وژل شوي. اسراییل د دغو هوایي بریدونو په پیل کې کې د حماس د پوځي برخې مشر وواژه.

له غزې پراسرایل د فیرشویو توغندیو په نتیجه کې دری اسراییلیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په غزه کې د حماس صدراعظم اسمعیل حنیه د یکشنبې په ورځ د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د ټینګیدو په هڅو کې منځګړیتوب کوي، ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د حنیه دفتر د هغه په حواله وایي، چې حنیه مرسي ته وویل، چې د اوربند د هڅو ملاتړ کوي خو په دې شرط چې که حماس ته اسراییل دا ضمانت ورکړي؛ چې په راتلونکې کې به بریدونه دروي.

اسراییل ویلي، چې د یوه اوربند له ټینګیدو سره به ترهغو موافقه ونه کړي؛ ترڅویې ضمانت نه وي ترلاسه کړی، چې له غزې به داسراییل پرخاوره نورتوغندي نه ویشتل کیږي.
XS
SM
MD
LG